هند او چین د افغان ډیپلماټانو روزنه پیل کړه

0 291

د هند “هندوستان ټایمز” راپور ورکوي چې د دوشنبې په ورځ هند او چین په ګډه د افغان ډيپلوماټانو روزنه پیل کړه.

پدې کورس کې د افغانستان ۱۰ تنه ډيپلوماټان ګډون کوي. د دې لړۍ لومړۍ کورس تېر کال دایر شوی و.

افغان ډيپلوماټان به د هند په وتلي د بهرنیو چارو انسټیټوټ (FSI) کې د نومبر له ۱۱مې تر ۲۳مې زده کړې کوي او د نورې روزنې په موخه چین ته د تګ څخه وړاندې به په هند کې هم تعلیمي سیاحتونه لري.

د افغان ډيپلوماټانو د روزنې د پروګرام پرېکړه د چینايي ولسمشر ژي جینګ پېنګ او هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي په لومړۍ نارسمي سرمشریزه کې چې د تېر کال په اپرېل میاشت کې په ووهان کې ترسره شوې وه، وشوه.

تر اوسه د هند د بهرنیو چارو په انسټيټوټ کې ۱۷۹ تنه افغان ډيپلوماټان روزل شوي دي.

هند تر اوسه له افغانستان سره د بیارغونې او پراختیا په برخه کې درې (۳) میلیارډه ډالره مرسته کړې ده او دواړه لوړي ښې سیاسي او امنیتي اړیکې لري.

Leave A Reply