عبدالله عبدالله د لویې جرګې خېمې قرضدار دی

0 411

څلور ورځې وړاندې ثبات او همپالنې ټیم د لویې جرګې خیمه کې د ټاکنو کمېسیون له لوري د رایو بیا شمېرنې پروسې په مخالفت کې غونډه راوبلله.

ثبات او همپالنې ټیم ماښام اوه بجې تصمیم ونیوه، چې سبا په لویې جرګې خیمه کې غونډه وکړي، خو د لویې جرګې خیمې د ادارې له لوري یې غوښتنه د ناهمغږۍ په دلیل رد شوه.

سرچینې وایي، عبدالله عبدالله د رجال برجسته اړوند د خپلو ساتونکو په ګډون ۳۰۰ وسله وال لویې جرګې خیمې ته واستول او په زور یې د جرګې قفلونه مات کړل او کارکوونکي یې وګواښل چې که ممانعت یې وکړي، نو په مرمۍ به یې وولي.

د لویې جرګې خیمې مسوولین وایي، د طرزالعمل پر اساس هره ډله که په خیمه کې غونډه کوي، نو د برېښنا برابرولو لپاره د جنراتور د تېلو، تهویې سیستم، د ساتونکو پیسې او نور لګښتونه به ورکوي، چې دوی ورته پنځه زره ډالر ټاکلي، خو ثبات او همپالنې ټیم ورته دغه پیسې نه دي ورکړي.

د لویې جرګې خیمې مسوولین ادعا کوي، چې ثبات او همپالنې ټیم یې د ټاکنیزو غونډو پر مهال هم قرضدار دی او د وروستۍ غونډې لګښت هم ورته نه دی تحویل شوی.

دغه وسله وال کسان چې رجال برجسته ریاست عبدالله عبدالله ته د ساتونکو په توګه ورکړي، خو نوموړي ترې د شخصيٍ او غیر قانوني کارونو لپاره استفاده کوي.

ډاکتر عبدالله عبدالله د غونډې په ورځ وویل، ولسمشر رجال برجسته ته امر کړی چې د غونډې امنیت ونه ساتي، خو د نوموړي شخصي ساتونکو د غونډې د امنیت لپاره اقدام کړی او تور یې پورې کړ چې د حکومت له خوا ورسره خصومت کېږي.

Leave A Reply