ولسمشر په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په راوستلو ټینگار وکړ

0 255

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په بهرنیو چارو وزارت کې به یو لړ اصلاحات رامنځ‌ته کړي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، ولسمشر په بهرنیو چارو وزارت کې د وضعیت ارزولو، اصلاحاتو او چارو د غوره تنظیم په موخه غونډو جوړه کړې وه.
سرچینه زیاتوي، د غونډې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان په دې وزارت کې د اصلاحاتو او چارو د غوره تنظیم په اړه خپل راپور له ولسمشر سره شریک کړ.
د بهرینو چارو وزارت مسوولین وایي، تر اوسه د دې وزارت ۲۳۷ کارکوونکیو پر بهرنۍ ژبې د بشپړ تسلط معتبر تصدیقونه وړاندې کړي دي.
د ارگ په خبره، په دې غونډه کې په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو پر راوستو او معیاري کولو او د دې وزارت د کارکوونکیو پر سیاسي او اقتصادي پوهې سربېره پر انگلیسي ژبې د تسلط ټینگار وشو.

Leave A Reply