لوېدیځې رسنۍ: افغانستان کې د داعش ملا ماته شوه

0 235

د امریکا “سټار اېنډ سټرایپس” خپرونه راپور ورکوی چې په افغانستان کې د داعش “د ملا تیر” مات شو.

په سلګونه تنه داعشیان افغان دولت ته تسلیم شوي دي چې یواځې په تېرو دوو اونیو کې ۲۴۳ تنه جنګیالي او ۴۰۰ تنه د هغوی د کورنۍ غړي تسلیم شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي چې په ټوله کې دوه زره (۲۰۰۰) تنه داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي تسلیم شوي دي.

ولسمشر غني پرون سې شنبه په ننګرهار کې ویلي “پایله دا ده چې د داعش د ملا تېر مات شو.”

له ځینو داعش جګړه مارانو به د افغانستان د عدلي سیسټم له لارې پلټنې، پوښتنې او ګروېږنې هم کېږي او ځینې به یې بیا پرته له سزا ورکولو خوشې کېږي تر څو “خپل عادي ژوند پیل کړي.” دا خبره د ننګرهار ولایت مقام ویاند عطاء الله خوګیاڼي کړې ده او ویلي يې دي چې د پاکستان او نور هېوادونو داعشیان به – چې د ټولو موجودو داعشیانو درېیمه برخه جوړوي – کابل ته د پوښتنو او ګروېږونو لپاره لېږل لېږي.

د روان میلادي کال به جولای میاشت کې د امریکا وزارت اعلان کړی و چې په افغانستان کې دوه زره (۲۰۰۰) داعش جنګیالي دي خو ملګرو ملتونو بیا په همغه میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې څلور زره (۴۰۰۰) داعش جګړه ماران فعالیت کوي.

تېر کال، د امریکا او افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په “ده بالا” سیمه کې ۱۶۷ تنه داعش جګړه ماران وژل شوي وو.

تېر کال هم په جوزجان ولایت کې ۲۰۰ تنه داعش جنګیالي افغان حکومت ته تسلیم شوي وو.

داعش، د ملګرو ملتونو په وینا، د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د ۱۰ سلنې ولسی مرګ ژوبلې مسول دی.

Leave A Reply