د بهرنیو چارو وزارت زیات شمېر مشاورین له دندو ګوښه شول

0 467

د بهرنیو چارو وزارت زیات شمېر مشاورین چې مختلفو برخو کې کلونه پخوا په لوړ معاش ګومارل شوي وو، د نوي سرپرست وزیر ادریس زما له لوري منفک شوي دي.

سرچینو ویلي، دې مشاورینو هر یو له ۲ زرو، تر ۴ زرو ډالرو پورې معاشونه اخیستل.

د سرچینې په خبره، دا مشاورین د صلاح الدین رباني له لوري مقرر شوي وو، چې اکثریت یې د جمعیت ګوند غړي دي.

ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره کتنه کې غوښتنه کړې چې دغه وزارت کې دې د اصلاحاتو لړۍ چټکه شي.

تېره اوونۍ هم بهرنیو چارو وزارت کاناډا کې د افغانستان سفارت سکرټر چې په انګلیسي ژبه حاکم نه و، له دندې ګوښه کړ.

سرپرست وزیر ژمنه کړې چې د اصلاحاتو لړۍ به جاري ساتي.

Leave A Reply