افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه اته سلنه پورته شوې ده

0 245

د افغانستان د حقونو کمېسیون وايي، چې روان کال کې د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه اته سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان د حقونو کمېسیون نن ( شنبه لیندۍ ۲ ) کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، چې د روان کال په اووه میاشتو کې د افغان ښځو پر وړاندې ۲۷۶۲ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله اته سلنه ډیروالی پکې راغلی دی.

د افغان ښځو جنسي ځوړونې، وهل ټکول او جنسي تیری تر ټولو لوی ناوړه کړنې دي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ګوته کړی دی.

د افغانستان د حقونو خپلواک کمېسیون د څېړنې له مخې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۹۷ سلنه په کورونو کې ترسره کیږی، چې د دوي په وینا کورنۍ د ښځو د تاوتریخوالي اصلي ځای بلل کیږي.

Leave A Reply