عرب نیوز: داعش ډله خپله جګړه د افریقا لويې وچې ته وړي

0 245

عرب نیوز” راپور ورکوي، امریکا خبرداری ورکړی چې داعش ترهګر جګړه افریقا لويې وچې ته وړي.

راپور کاږي چې داعش جنګیالي له سوريې څخه تښتي او جنوب ختیځې آسیا ته يې زړه نه دی نو ځکه ټول پام يې افریقا ته د جنګ په انتقال ورټول دی.

د امریکا د دفاع وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې همغږی کوونکی ناتان سېلز وایي: “موږ داسې راپورونه ترلاسه کړي چې داعش خپل جنګیالي هڅوي تر څو په سوریه کې له جګړې لاس واخلي، له دې ځایه پښې سپکې کړي او جګړه نورو سیمو ته ولېږدوي.”

ناتان سېلز وايي داعش د لوېدیځې افریقا او ساحل سیمو لوري ته د ورتګ نیت لري او هلته د مالي، بورکینا فاسو او نایجر هېوادونه دي.

هغه وايي که څه فلیپین ته اوسمهال خطر نشته، خو امریکا باید هڅه وکړي فلیپين له دې مسلې لرې وساتي او پولې امن ولري.

په ختیځه افریقا کې اوسهمال، د الشباب ترهګره ډله فعاله ده او اوس په صومالیا هیواد کې د القاعدې ملګري د ودې په حال کې دي.

Leave A Reply