تر راتلونکو دوو کلونو د افغانستان صادرات دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي

0 670

سوداګرۍ وزارت وایي، تېر کال د صادراتو کچه ۸۵۰ میلیونه ډالره وه، سږ کال یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي او تر راتلونکو دوو کلونو به دوه میلیاردو ته پورته شي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي ویلي، راتلونکی کال به د افغانستان د صادراتو کچه یو نیم ملیارد او بل کال به  دوه میلیارده ډالره شي.

د هغه په خبره، افغانستان ته اوس یو کال کې اته میلیارده ډالر واردات کېږي.

احمدي ویلي، کوښښ کوو چې د صادراتو او  وارداتو ترمنځ بیلانس ایجاد کړو.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست ټینګار کړی دی چې د صادراتو کچې لوړېدو او د اورداتو ټيټېدو لپاره، هېواد کې د ۱۲ صنعتي پارکونو په جوړېدو کار روان دی.

په همدې حال کې د کرنې وزیر وايي، ډیر ژر به د افغانستان د کرنیزې ودې لپاره تدوین شوې تګلاره جوړه او پلې کړي

Leave A Reply