د امریکا مشهور شتمن د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي‌ رسمآ اعلان کړه

0 252

د امریکا د نیویارک ښار پخواني‌ ښاروال  او مشهور شتمن  مایکل بلامبورګ  د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ  د ټاکنو  لپاره  د جمهوریت پلوي‌ ګوند نه نوماندۍ لپاره خپله نوماندي‌ رسمآ  اعلان کړه.

بلامبورګ  د یو بیان په خپرولو سره  ویلي‌ دي ” ډونلډ ټرمپ‌ د ماتولو  او  امریکا  له سره  د  جوړولو  په خاطر مې  د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون پریکړه وکړه. “

هغه ویلي‌ دي‌ چې  څلورو نورو کلونو لپاره  د ټرمپ‌ بې‌ پروا او بد اخلاقه  چلند  زغملی نشي  . ټرمپ‌ زمونږ د هیواد او ارزښتونو  په مقابل کې  تر ټولو ستر تهدید  دی. که چیرې هغه  د یوې  بلې  دورې  لپاره  د ولسمشر په توګه وټاکل شي‌ هیواد ته به داسې  زیان واړوي‌ چې  جبران ‌ به يي  ناممکنه وي. ‌

۷۷ کلن  مایکل بلامبورګ  د ۳۶ میلیارده ډالره شتمنۍ سره د نړۍ  د ګوتو په شمیر  د شتمنو نه  یو  دی. هغه  د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۳ کلونو  ترمنځه د نیویارک ښار د ښاروال په توګه  دنده  ترسره کړې ده .

د ویلو ده چې  د امریکا د ۲۰۲۰ کال  د نوامبر د درېمې  د ولسمشرۍ  په ټاکنو کې  د ولسمشرۍ  د نوماندۍ  لپاره  د ډیموکراټ‌ ګوند نه  د بلامبورګ سربیره ۱۷ تنو نورو هم ځانونه  نوماند کړي‌ دي. په ترسره شوو نظر پوښتنو  کې د امریکا د پخواني‌ ولسمشر باراک اوباما مرستیال  جو بایدن  تر اوسه پورې  تر ټولو  مخکښ  نوماند  ښکاري.

trt.net.tr

Leave A Reply