سویل ختیځ زون کې اویا سلنه ماشومان له خپلو حقونو محروم دي

0 462

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايی په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې اویا سلنه ماشومان له خپلو حقونو محروم دي. په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو د کمیسیون مسوولین وايي دوی وايی دا ماشومان شاقه کارونه کوي او په جګړې کې ترې استفاده کیږي.

په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو دخپلواک کمیسیون د ماشومانود حقونو مسول قاسم صادق وايی په روانه جګړه کې د نورو وګړو ترڅنګ ماشومان هم وژل شوي او لایې هم پر وړاندې لویې او جدي ستونزې شته، چې باید مخنیوی يې وشي.

په همدې وخت کې د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي په دې ولایت کې له ۷۰ سلنې ډیر ماشومان، چې د کورنۍ مشران يې په جګړو کې له لاسه ورکړي درانه کارونه کوي.

Leave A Reply