نړیوال بانک د ګازو استخراج لپاره افغانستان سره د ۵۲.۵ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه

0 334

نړیوال بانک  ویلي، د افغانستان په شمال کې د انرژۍ سکټور د ودې، د طبیعي ګازو استخراج او د برېښنا تولید لپاره یې د ۵۲.۵ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

د نړیوا بانک له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مرسته به د افغانستان په شمال کې د شبرغان ـ مزارشریف په نل لیکې ولګول شي.

نړيوال بانک زیاته کړې چې د دغې پروژې په فعالیدو سره به د افغانستان په شمال کې د برېښنا د تولید فابریکو ته دوامداره ګاز برابر کړي.

خبرپاڼه کاږي، د افغانستان د طبیعي ګازو استخراج او د شبرغان ـ مزار شریف نل لیکې جوړېدل د دوی لپاره مهم دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طبیعي ګازو سره استخراج سره به افغانستان کې د برېښنا د تولید کچه هم لوړه شي.

نړیوال بانک تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له کورنیو طبيعي سرچینو څخه د برېښنا تولید زیاتېدو او انرژۍ په سکټور کې پانګونې ته د سوداګرو هڅولو په هدف د ۹۸.۸ میلیون ډالره مرسته کړې وه.

Leave A Reply