دوستم پر غصب کړې ځمکه پوهنتون جوړوي

0 352

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ګڼ شمېر کورنۍ ادعا لري چې ځمکې یې د جنرال دوستم لخوا غصب شوي او هغه هڅه کوي چې دغه ځمکې پوهنتون ته د ورکړې په پلمه، خپل شخصي ملکیت وګرځوي.

یو شمېر قومي مشرانو د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د شبرغان ښار په مربوطاتو کې د خلکو اکثریت ځمکې د جنرال دوستم لخوا په زوره راګرځول شوي دي؛ که چا يې خلاف غږ پورته کړ، یا وژل کېږي، یا بندي کېږي.

د هغوی په خبره، دوستم څو وارې هڅه وکړه چې د خلکو په غصب شویو ځمکو باندې (آیینه  ـ باتور) تلوېزیونونه جوړ کړي؛ خو د شبرغان ښاروالۍ يې مخنیوی وکړ.

د سیمې یو تن اوسېدونکي په خبرو کې وویل، “هغه ځمکې چې د جنرال دوستم لخوا غصب شوي ټولو خلکو ته مالومې دي؛ د دغو ځمکو شرعي او قانوني اسناد مونږ په لاس کې لرو، کله چې مونږ یا نورو کسانو هڅه وکړه خپلې ځمکې له جنرال دوستم بېرته تر لاسه کړو، خپله د دوستم او ساتونکو لخوا یې په مرګ وګواښل شو.”

د مالوماتو پر اساس، جنرال دوستم دغو ځمکو ته جعلي اسناد جوړ کړي.

مالومات ښيي، هغه ځمکه چې جنرال دوستم ویلي پوهنتون ته يې ورکړې، د سیمې د خلکو ته او هغه ترې د ټوپک په زور راګرځولې ده.

جنرال دوستم رسنیو ته ادعا کړې چې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ځمکه يې پوهنتون ته په واک کې ورکړې؛ خو د سیمې خلک وايي، د ځمکې ټولټال بیه ۲ میلیونه ډالر ده چې هغه يې هم له خلکو په زور اخیستې.

جنرال عبدالرشید دوسم تېره ورځ اعلان وکړ چې شبرغان کې يې ۴۰ زره مټر مربع شخصي ځمکه د پوهنتون جوړېدو ته ورکړې ده؛ هغه څه چې د سیمې خلکو ویلي دا ځمکه د دوستم شخصي نه ده، بلکې غصب کړې يې ده.

Leave A Reply