د طالبانو لخوا تښتول شوی اسټراليايي پروفيسر له درې کاله بند وروسته اسټراليا ته ورسيد

0 284

د افغانستان پلازمينه کابل ښار څخه د امريکايي پوهنتون دوه استادان چې له نن څخه درې کاله وړاندې تښتول شوي ول د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د بنديانو تبادلې وروسته ياد استادان خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.

د دوو بهرنيو استادانو خوشې کولو په بدل کې افغان حکومت د طالبانو لوړ پوړي چارواکي خوشې کړل، د افغان حکومت او طالبانو د بنديانو تبادلې ته ډيرو مثبت او منفي نظرونو سره کتنه کړې.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې Marise Payne  د اسټراليايي پروفيسر خوشې کيدو په اړه ويلي، ” د ټيموتهي خوشې کيدل ستر سکون او ارامښت مونږ ته را په برخه کړ.”

د يادو استادانو بند کې درې کاله تيرول دوی لپاره او هم د هغوی کورنيو لپاره ډيره موده وه ځکه چې دوی له نا معلوم حالت سره مخ ول.

د امريکايي پوهنتون دوه استادان هر يو امريکايي کينګ او اسټراليايي تيموتهي په کال ۲۰۱۶ کې له کابل ښار څخه وتښتول شول.

د يادې تښتونې څو ورځې وروسته امريکايي ځواکونو د طالبانو پر ځينو ځايو چاپې واچولې او ګومان کيده چې ياد پروفيسران به هلته ساتل کيږي، ولې له چاپو څخه وړاندې بهرني استادان بل ځای ته ليږدول شوي ول.

په کال ۲۰۱۷ کې د يادو بهرنيو استادانو يوه ويډيو خپره شوه په کوم کې چې له امريکايي او اسټراليايي حکومتو څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه.

ويډيو کې دوی ويلي ول” که مونږ دلته ډيرې مودې لپاره پاتې شو، مونږ وژل کيږو او مونږ نه غواړو چې ووژل شو.”

Screenshot from 2017 Taliban video shows kidnapped teachers Australian Timothy Weeks ( top) and American Kevin King

Screenshot from 2017 Taliban video shows kidnapped teachers Australian Timothy Weeks ( top) and American Kevin King
AAP

د بنديانو تبادله برخه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له لورې د انس حقاني، حاجي ملک خان، حافظ رشيد خان خوشې کولو بدل کې بهرني استادان خوشې شول.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن بيا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ټليفون وکړ او د اسټراليايي پروفيسر خوشې کولو برخه کې يې د امريکا د مرستو ستاينه وکړه.

سکاټ موريسن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه هم د يادې تبادلې لپاره مننه کړې.

https://www.sbs.com.au/

Leave A Reply