ټاکنو کمېسیون سبا د ۲۷ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلانوي

0 518

د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر اورنګزېب ویلي، ډېر زیات احتمال شته چې کمېسیون سبا یکشنبه، د جمهوري ریاست ټاکنو لومړنۍ ـ قسمي پایلې اعلان کړي.

د هغه په خبره، دا پایلې د ۲۷ ولایتونو دي چې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش په کې پای ته رسېدلي دي.

دا په  داسې حال کې ده چې کمېسیون دوه وارې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ژمنه ماته کړې ده.

بلخوا، تر اوسه په ۷ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د تړلو دفتر پرانېستو برخه لیک هم نه دی مالوم.

په همدې حال کې؛ نن بغلان کې سلګونه کسانو د یو لاریون پر مهال خبرداری ورکړی چې دغه ولایت کې دې د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړل شي.

Leave A Reply