بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات؛ پراګ کې افغان ډيپلومات له دندې ګوښه شو

0 298

بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په لړ کې تازه سیحون معلومات ترلاسه کړي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په پراګ ـ چک کې د افغانستان د سفارت دویم سکرتر فردین برمکي دنده لغوه کړې او هغه یې کابل ته غوښتی دی.

په دې مکتوب کې راغلي، چې بهرنیو چارو وزارت نوموړي ته د روان کال تر پایه پر اوسنۍ دندې د پاتې کېدو اجازه ورکړې او د یاد تاریخ له پوره کېدو وروسته یې کابل ته غوښتی دی.

بهرنیو چارو وزارت نوموړی په فېسبوک کې د دولت ضد تبلیغاتو او حکومت ضد څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړی دی. هغه په فېسبوک کې په یوه پوسټ کې د ولسمشر غني او د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب کارونه پسخوند کړي او د حکومت په جنګي پالیسۍ یې انتقادونه کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د یوه رسمي مکتوب له لارې، چې په بهر کې د افغانستان ټولو سفارتونو او استازولیو ته استول شوی، غوښتل شوي چې تر دې وروسته هیڅ ډیپلومات په ټولنیزو او ټولیزو رسنیو کې د سیاسي نظر څرګندولو حق نه لري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

تر دې وړاندې په کاناډا کې د افغان سفارت دویم سکرتر، چې د بهرنیو چارو وزارت د پخواني سرپرست وزیر صلاح الدین رباني خپلوان و، په انګلیسي ژبه نه پوهېده، کافي زده کړې یې نه لرلې او د خپلوۍ پر اساس ګمارل شوی و، له دندې ګوښه او کابل ته وغوښتل شو.

Leave A Reply