ګراهام: پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه وتړئ، افغان جګړه څوو اونیو کې ختمېږي

0 301

د هندوستان “ده هندو ورځپاڼه” د یوه امریکايي سناټور په حواله راپور ورکوي چې که پاکستان طالبانو ته د پناه ځای ورکول بند کړي، نو په افغانستان کې به جګړه په څو اونیو کې پای ته ورسېږي.

دا خبرې د امریکا سناټور لېنډسي ګراهام په یوه ټلویزیوني مرکه کې کړې دي. او زیاتوي چې امریکا باید له پاکستان سره مذاکرات وکړي تر څو په طالبانو زښته ډېر نفوذ ولري.

لېنډسي ګراهام د امریکا فاکس نیوز ټلویزیون ته ویلي چې له طالبانو سره مذاکره ناسمه ده. زما په فکر موږ باید له پاکستان سره خبرې وکړو ځکه که دوی طالب وشړي، جګړه به د څو اونیو په ترڅ کې پای ته ورسېږي.

Leave A Reply