پاکستان: چین هېڅکله اېغور مسلمانان نه دي ځورولي؛ خلک درواغ وايي

0 242

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس ویلي، چین هېڅکله هم اېغور مسلمانان نه دي ځورولي او هغه چا چې د ځورولو مسله مطرح کړې، درواغ وایي او دا د چین د نوم بدۍ هڅه ده.

مشاهد حسین ویلي: “ما څو ځلې شین ژیانګ ته سفر کړی. هلته اوضاع ډیره سوله ییزه او عادي ده. خلک عادي ژوند کوي او ما هلته کومه ستونزه نه ده لیدلې. “

بلخوا، له پاکستان پرته د نړۍ ټولو هېوادونو پر چین نیوکه کړې چې د اېغور مسلمانانو ځورونه بنده کړي.

Leave A Reply