د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته تللی

197

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره یو لوړپوړی پلاوی کابل ته رسېدلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلی قریشي به د طالبانو حکومت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو طالب مشرانو سره وویني.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلی قریشي به له یو شمېر ‘نورو افغان مشرانو ‘ سره هم وویني.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې ښاغلی قریشي به کابل ته د دې رسمي سفر په ترڅ کې د دواړو لوریو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ ”د سیمې سولې او ثبات په هکله د پاکستان پر دریځ هم خبرې وکړي. ”

د یادونې ده چې دا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کابل ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی.

بی بی سی / پښتو

Comments are closed.