پاکستان: د تحریک لبیک په مارش کې څلور تنه وژل شوي

184

همدا نن په لاهور کې د تحریک لبیک پاکستان د اوږده مارش د مخنیوي په خاطر په ډیر لوړ شمیر پولیس ګمارل شوي دي. د جمعې په ورځ د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب کې د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي.

د تحریک لبیک پاکستان (ټي ایل پي) منع کړای شوي غورځنګ په زرګونو غړو د خپل رهبر سعد رضوي د خوشې کولو پر غوښتنې د ټینګار له پاره د اسلام آباد پر لور یو اوږد مارش پيل کړی دی.

د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۲ نیټه) مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتلې چې په پایله کې یې ۲ تنه پولیس او ۲ تنه مظاهره کوونکي ووژل شول. د ځینو سرچینو په حواله ۳ تنه پولیس وژل شوي او ۹ نور بیا ټپیان شوي دي.

د شنبې په ورځ له لاهور څخه د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د مظاهرو د راتګ د مخنیوي په خاطر په ډیر لوړ شمیر کې امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي.

۱۰۰۰ تنه سرحدي پولیس (FC) او ۵۰۰ تنه رینجر پولیس ګمارل شوي دي. د اسلام آباد پر لور تلونکو ټولو لویو لارو کې موانع یا خنډونه درول شوي دي. د رپوټونو په حواله د ټي ایل پي مهمو مشرانو ځانونه پټ کړي دي.

اسلام آباد ته د داخلیدو اجازه به ور نه کړای شي

مظاهره کوونکي هیله لري چې اسلام آباد ته به ځانونه ورسوي او پر حکومت به فشار واچوي چې د دوی مشر سعد رضوي له بند څخه آزاد کړي. بل لور ته د پنجاب آي جي یا د پولیسو مشر وایي چې په هیڅ صورت به مظاهره کوونکو ته اسلام آباد ته د ورتګ اجازه ور نه کړای شي.

تیر کال په یوه فرانسوي ورځپاڼه کې د اسلام د پيغمبر شخړیزو کاریکاتورونو د خپریدو پر ضد په پاکستان کې له تشدده ډکې مظاهرې شوې وې. وروسته له هغې د پاکستان د تحریک لبیک غورځنګ مشر سعد رضوي د دغه هیواد له ترهګرۍ سره د مبارزې ضد قانون په اساس ونیول شو.

دغه غورځنګ د مظاهرو او پرلتونو یو اوږد تاریخ لري او په دې توګه دوی توانیدلي دي چې پر حکومتونو خپلې غوښتنې هم ومني.

د اپریل په میاشت کې هم نوموړي تحریک یا غورځنګ څو ورځې پرله پسې پرلت کړی و چې له امله یې حمل و نقل فلج شوی و او د تاوتریخوالي په پایله کې ۶ تنه پولیس وژل شوي وو.

تحریک لبیک پاکستان د تیرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د «توهین اسلام» د شخړیز قانون په ملاتړ کې سیاسي کمپاین جاري ساتلی دی.

د دې قانون له مخې کیدای شي اسلام ته سپکاوی کوونکی شخص د مرګ په سزا محکوم شي.

د جمعي په ورځ د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ هغه وخت شخړه رامنځته شوه، کله چې پولیسو مظاهره کوونکي د مخ پر وړاندې تګ څخه منع کړل.

د ټي ایل پي له خوا په خپره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي چې د تحریک غړو په سوله ایزه توګه مارش جاري ساتلی و، خو پولیسو پرې اوښکې بهوونکی ګاز وکارولو.

د دغه غورځنګ یوه ویاند ساجد سیفي وویل چې پولیسو په ډیرې بې رحمۍ سره په کوتکونو یا ډنډو وهل وکړل چې په پایله کې یې په لسګونو مظاهره کوونکي ټپیان شول.

د ګوند پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې پولیس په کې پر مظاهره کوونکو د اوښکې بهوونکي ګازو د استعمالولو په حال کې لیدل کیږي. دا په داسې حال کې چې بل لور ته بیا یو شمیر ټپیان ښودل کیږي چې طبي مرستو ته انتظار باسي.

د ټي ایل پي یوه ویاند وویل چې د پولیسو په عملیاتو کې د دوی د ډلې تر ۵۰۰ ډیرغړي ټپیان شوي دي چې د ۱۵ تنو وضعیت یي د انديښنې وړ دی.

د تاوتریخوالي او وژل کیدو دغه پيښې په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې په پاکستان کې د سون موادو او خوراکي توکو د بیو لوړیدلو او کرونا ویروس د بندیزونو په دلیل د رامنځته شوي وضعیت له کبله د لومړي وزیر عمران خان محبوبیت مخ پر کمیدو دی.

Comments are closed.