په فرانسه کې پسونه ښوونځي ته ځي

0 273

د فرانسې په یوې ليرې پرته سیمه کې د زده‌کوونکیو د کموالي له کبله نږدې و یو ښوونځي بند شي، خو د زده‌کوونکیو والدینو او مسوولینو د ښوونځي بندېدو لپاره ډېر جالب فکر وکړ.
دا ښوونځی د فرانسې په یوه داسې سیمه کې پروت دی چې نفوس یې هم ډېر کم دی، ځکه د ایلپس غرونو اوږده لړۍ ترې تېرېږي او تل پکې واورې پرتې وي.
د دې سیمې اوسېدونکیو شمېر نږدې ۴ زرو ته رسېږي او په لومړني ښوونځي یوازې ۲۶۱ کسانو ته اړتیا ده، خو د زده‌کوونکیو شمېر پکې ورځ تر بلې د کمېدو لور ته روان و.
نږدې و د دې سیمې ښوونځی بند شي، خو خلکو او مسوولینو پرېکړه وکړه چې د زده‌کوونکیو د شمېر او معیار پوره کېدو په خاطر باید په ښوونځي کې یو شمېر پسونو ته هم داخله واخلي.
د دې سیمو خلکو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پسونه په ښوونځي کې شامل کړل او د دې ښوونځي یو زده‌کوونکي وویل، د سیمې د تعلیم پالیسې يې داسې ده چې په ښوونځي کې یې باید د زده‌کوونکیو تعداد برابر وي، که ‌نه د روازې یې تړل کېږي.

Leave A Reply