کلنه بوډۍ اوس هم پیانو غږوي۱۰۸

0 195

وايي، د شوق لپاره د عمر قید هيڅ نه‌شته او دا خبره هغه ۱۰۸ کلنې پولنډۍ بوډۍ ثابته کړه چې په ‌دې عمر کې هم پیانو غږوي او په دې ورستیو کې په انټرنېټ کې هم ډېره مشهوره شوې ده.
په ډېرو ځایونو کې د بوډاتوب عمر په را رسېدو سره د ډېرو څېزونو شوق هم کمېږي، خو په پولنډ کې د وانډا زرزیکا په نوم ۱۰۸ مېرمن د نړۍ تر ټولو بوډۍ ښځه حساب شوه چې لا هم د پیانو وهلو شوق یې له زړه نه ‌دی وتلی.
وانډا زرزیکا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له کوچنیوالي یې له پیانو غږولو سره مینه وه، خو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې پنځه کاله د دې الې غږول بند کړل، خو دې عادت بېرته مجبوره کړه چې بیا پیانو غږول پیل کړي.
ډاکټرانو هغې ته ویلي وو چې له ۸۰ کلنې وروسته به د لاسونو د ناروغې له کبله پیانو و نه‌شې غږولای، خو وانډا زرزیکا اوس ۱۰۸ کلنه ده او لا یې هم همت نه ‌دی بایللی او د نورو کارونو تر څنګ هره ورځ پیانو هم غږوي.

Leave A Reply