د سيندونو سندرغاړي

0 219

د خزنده‌ګانو سندرې به مو اورېدلې وي چې په ګډه لګیا وي، د چڼچڼو د خېلونو سمندرې به مو هم اورېدلې وي، خو اوس په لومړي ځل مالومه شوه چې کبان يو ځای را ټولېږي او مېله جوړوي.

که څه هم سمندر یو ارام ځای بلل کېږي، خو په حقیقت کې داسې نه ‌ده، ځکه هلته غږونه موجود دي، خو د اورېدو لپاره یې داسې څه نه و جوړ شوي.

د کرېټن پوهنتون استادانو داسې یوه اله جوړه کړې چې په مرسته یې په سمندر کې ډله‌یزه د قوالي غزلو په څېر د کبانو سندرې ریکارډ کړې دي.

د دې پوهنتون استادانو د کبانو د سندرو ریکارډ شوې ویډیو هم خپره کړې او له سمندره یې تر ډېره د بزر په نوم یو ډول د موسیقې الې غږ ته ورته ده.

Leave A Reply