يوه چينايي چې باڼه يې تر شونډو رسېږي

0 893

د چین په اړه مشهوره ده چې جوړ شوي توکي یې ډېر عمر نه لري، خو خلک یې له کمالاتو ډک دي، نه یوازې خواري‌کښ او باهمته، بلکې ماډرن او له پرمختللې ټکنالوجي سره بلد دي.

دوی کله کله نایاب او حيرانوونکي کارونه هم کوي. یو یې نن په سرخط کې ولولئ.
کیسه داسې ده چې د چین یوې مېرمنې پلکې ۵۵ انچه اوږده باڼه پرېښودي او ټول خلک یې ګوته په غاښ کړي.

اوس د دې مېرمنې نوم د نړۍ د ریکارډونو په کتاب کې ثبت شو.
د دې مېرمنې عمر ۴۹ کاله دی او د بڼو اوږدوالی یې ۱۲،۴ سانټي مټرو ته رسېږي چې نږدې ۵۵ انچه کېږي.
که څه هم تر دې وړاندې هم دا ریکارډونه جوړ شوي و، خو دا یې نوی او تر ټولو د اوږدو بڼو ريکارډ دی چې تازه ثبت شو.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply