نن د نړۍ بې‌سارې کورنۍ وپېژنئ

0 654

شاید په کوم کور کې داسې يو کس پیدا شي چې یو لاس یې شپږ ګوتې ولري، يا بل څه ولري چې له نورو انسانانو يې بېلوي، خو راځئ نن د یوې داسې کورنۍ په اړه ولولئ چې هر غړی یې د شلو ګوتو پر ځای ۲۴ ګوتې لري.
دا کورنۍ په برازیل کې ده او سلوا خاندان یا کورنۍ نومېږي.

د دې کورنۍ د هر کس، ماشوم، ځوان، سپین ږیري او بوډۍ لاسونه او پښې شپږ شپږ ګوتې لري چې ټول شمېر یې ۲۴ ته رسېږي.
اوس دې کورنۍ ته د ” فامیلي اف سکس”یا شپږ ګوتې کورنۍ نوم ورکړل شوی دی.
دا کورنۍ وايي، دا پرې د خدای رحمت دی چې له نورو کورنیو یې مختلف پیدا کړي او توپیر ورسره لري.

Leave A Reply