خدای مو داسې ټرافيک ته په لاس مه ورکوه

0 613

تاسې به هم له ټرافیکو ډېر تنګ شوي یاست، خو زموږ ټرافيکان بیا هم څه مسلماني لري، که یې درسره ډېر زیاتی کړی وي؛ نو یو ۲۰۰ افغانیو جریمه به یې در کړې وې، خو پوهېږئ په دوبۍ کې یو ټرافیک پولیس موټر چلوونکي ته دومره جریمه ورکړې چې زړه یې له موټر چلولو ور تور کړی دی.

د دې جریمې ټول مبلغ ۱۲ لکه د اماراتو درهم دي چې باید موټر چلوونکی یې ژر تحویل کړي. ټرافیک پولیس وايي، دا جریمه یې وروسته له هغه ورته وټاکله چې موټر چلوونکي په ځلونو ټرافیکي قوانین نقض کړل او همدا ډول یې په ځلونو سرې کرښې ماتې کړي.

خو تر ټولو جالبه یې لا دا چې ټرافیک پولیس وايي، اوس یې هم د موټر چلووونکي ډېر لحاظ کړی، که نه تر دې یې هم بايد زیاته جریمه ورته ټاکلې وای.

Leave A Reply