ښځو دا کار هم وکړ

0 414

تاسې به ليدلي وي چې په ځينو کارونو کې چې لږ سخت وي، تر ډېره له ښځو سره نارینه د مرستیالانو په توګه ګمارل کېږي او یا هم ډېر کله په سختو کارونو کې ښځې د نارینه‌وو ترڅنګ د مرستیالانو په توګه ټاکل کېږي.

خو دا ځل ښځو توره کړې او په لومړي ځل یې له مسافرو ډکه الوتکه په خپل سر چې ټوله عمله یې مېرمنې وې، تر خپل منزل پورې ورسوله.

د ساوت ویسټ ایير لاینز په نوم د شرکت دغه الوتکه چې ماډل یې هم بوینګ ۷۳۷ میکس ۸ و، په ټول فشار سره د ښځو له لورې پورته شوه او خپل هدف ته ورسېده.
تر دې کار وروسته شرکت په ډېر ویاړ اعلامیه خپره کړه چې دوی پر خپلو ښځینه کارمندانو ویاړي چې ګواکې يو عالي کار یې کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply