اتلسمه نجلۍ بريالۍ شوه

0 671

په کلیو او ولسواليو کې به مو ډېرې داسې مېرمنې پېژنئ چې ماشومان یې ژوندي نه پیدا کېږي او همالته په رحم کې مري، ډېرې بیا نورې داسې شته چې ماشومان زیانوي او یا هم لږ موده وروسته یې ماشومان بېرته مري.

همداسې یوه مېرمن په بریټانیا کې هم شته چې ۱۸ ځله یې ماشومان زیان کړي، خو هیله یې پرې نه کړه او بالاخره خدای له دومره مودې وروسته لور ورکړه.
۴۸۸ کلنه لویس وارنفورډ وايي، ماشوم به یې له هره اړخه جوړ و، هم به یې جسمي او نور حالت ښه و، مګر د خپلې مودې له پوره کېدو وروسته به یې سقط وکړ او مړ به پیدا شو.

هغه وايي، ډاکټرانو ورته ویل چې په بدن کې یې زهري دانې دي او نه پرېږدي چې ماشوم یې روغ رمټ دنیا ته راشي، خو په اخېر کې ورته خدای ډالۍ ورکړه چې ښه ساتنه به ترې وکړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply