دې نجلۍ له ای‌فون سره واده وکړ، که له ځوان سره؟

0 816

وايي غوښه د هر چا خوښېږي، خو د پیشو پسې ژېړی وي، چینایان هم همداسې دي، د ټولو ای‌فون ټلېفون خوښېږي، خو د چينايانو پسې زړونه درېږي.
کیسه داسې ده چې یوه چینايي ځوان د دې له‌پاره چې ملګرې یې د واده وړاندیز ومني، ۲۵۵ ایفون‌ایکس ټلېفونونه ورته د وړاندیز په شکل مخ ته ايښي چې ګوندې د کوژدې غوښتنه یې ومني.

نجلۍ چې هم دومره ډېر ټلېفونونه لیدلي، خوله یې چینګه تښتېدلې او سم‌دلاسه یې هو کړې.
دا پېښه د نومبر په درېیمه نېټه وشوه.

هلک ټلېفونونه د ځمکې پر مخ هوار کړي او د زړه په څېر یې جوړ کړي وو، وروسته یې ترې سره ګلان تاو کړل او په منځ کې یې کښېناست او د نجلۍ لاس یې ونیو.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply