دا خېټه بولۍ که کثافتدانۍ

0 489

تر دې وړاندې به مو په سرخط کې لوستې وي چې ډاکټرانو د يوه کس له ګېډې چاقوګان او چړې راايستلې وې، د يوه بل کس په اړه به مو لوستي وي چې د عملياتو پر مهال يې له خېټې کاچوغې او پنجې راووتې، راځئ نن د یوې داسې ښځې په اړه ولولئ چې له ګېډې یې د نايي دوکان یا سلماني جوړه ده.

دا مېرمن په هند کې اوسي او ډاکټرانو یې له ګېډې په تول پوره، نیم کیلو وېښتان راایستي دي.

ډاکټران وايي، د مدهیا پرادېش دغې مېرمنې له خپلې ګېډې شکایت کاوه، خو کله چې یې عملیات پیل کړل، هلته یې نیم کیلو وېښتان وموندل.
ډاکټران وايي، دغې مېرمنې ذهني ناروغي درلوده او زيات وخت به یې خپل وېښتان خوړل.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply