اوس نو ګلان هم جاسوسان شول

0 938

امریکا خو هسې هم په جاسوسي کارونو کې نوم لري، خو پوهېږئ تازه یې استخباراتي ادارو داسې کار پیل کړی چې له دې وروسته به مو له ګلانو سره هم ډېر پام کولو ته مجبور کړي.

کیسه داسې ده چې امریکا غواړي د ګلانو داسې نیالګي جوړ کړي چې وشي کولای له خپلو سیمو څخه ته دوی ته د کېمیاوي وسلو د شتون په اړه مالومات ورکړي.

د امریکا د ډیفنس ایډوانسډ ریسرچ پروجیکټس ایجنسي یا ډراپا څېړونکیو ویلي، پر دې ټیکنالوجي کار پیل شوی او له دې پرته چې د کېمیاوي وسلو په اړه مالومات راټول کړي، بلکې د هوا د حالاتو، مکروبونو او نورو په مالومولو کې به هم پوره مرسته وکړي.

دا بوټي به د پوځي اهدافو له‌پاره وکارول شي او د سټلایټ په وسیله به له یوې سیمې بلې ته لېږدول کېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply