عربان اوس د ډېموکراسي په خوند پوه شول

0 700

وړاندې به مو په سرخط کې لوستي وي چې سعودي عربستان ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه، ورپسې لږې ورځې تېرې نه وې چې د سپورټ اجازه هم ورکړل شوه، مګر راځئ نن یې له یوې بلې خبر شئ.

تازه خبره دا دی چې سعودي عربستان ښځو ته اجازه ورکړې چې کولای شي موټر سایکل او لوی بار وړونکي موټرونه لکه ټرکونه او ټېلرونه هم وچلوي.

د سعودي عربستان د ټرافیکو ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، شاهي نظام فرمان صادر کړی چې له دې وروسته په دې برخه کې هم ښځې د کار کولو اجازه لري.

اوس سعودي عربستان پر دې فکر کوي چې د ښځینه ټرافیک پولیسو یو ټولی هم جوړ کړي، څو چارې یې یوازې ښځې تنظیم او د ښځینه موټر چلوونکیو له‌خوا د قانوني سرغړونو پر مهال همدوی عمل وکړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply