دا لاس بولئ؛ که توره؟

0 474

په نړۍ کې د زور او قوت ښودو له‌پاره ځینې لوبې شته، یوه یې هم د ازاد ورزش یا فري‌فایټ او تر خوا یې بیا ریسلنګ دی، خو په هندوستان کې د زور ښودو لارې بېلې دي.

که زه له تاسې وپوښتم چې کله مو کوپره یا ناریل مات کړی، شاید د ډېرو دوستانو ځواب منفي وي، ځکه د کوپرې یا ناریل ماتول، ډېر زور غواړي، خو په هند کې د یوه رسم په توګه د هر یوه کار د نېک پیل په خاطر ناریل ماتېږي.

دا ځل یوه هندي ځوان د دې له‌پاره چې خپل زور وښيي او لوبه وګټي، په یوه لاس او په یوه وار ۱۲۲ ناریل یا کوپرې ماتې کړې دي.
دې ځوان نه یوازې دا چې هلته خپل زور خلکو ته وښود، بلکې د نړۍ د ریکارډونو په کتاب کې یې هم خپل نوم ثبت کړ.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو بل هندي بیا ۱۱۸۸ دانې مات کړي و.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply