۶ میلیارډه ډالر؛ د یوه شهزاد د ازادي بیه

0 491

موده وړاندې به خبر شوي یاست چې د سعودي حکومت یو شمېر میلیارډران شهزادګان قفسونو ته واچول او د دنیا ټولې خوښۍ یې پرې بندې کړې.

ځینې خو یې بېخې لا پسې له نړۍ تېر کړل، خو تازه خبره دا ده چې د زنداني شویو په منځ کې یو ولید بن طلال ته سعودي حکومت وړاندیز کړی چې د ۶ میلیارډه ډالرو په ورکولو سره یې له زندانه ازادوي.

ولید بن طلال د نړۍ پنځوسم شتمن کس دی چې ټوله تثبیت شوې پانګه یې ۲۱ میلیارډه ډالرو ته رسېږي.
خو ولید بن طلال ته نږدې سرچینې وايي چې هغه دومره پیسو ورکولو ته نه دی حاضر شوی، ځکه هغه فکر کوي چې د دومره پیسو ورکړه به یې ځان او همدا ډول سوداګري ته لوی زیان ورسوي.

ولید بن طلال د نومبر په ۲۹ نېټه سعودي حکومت ونیو او په یوه هوټل کې یې زنداني کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply