يوه ښځه چې زړه يې د اوږو بار دی

0 833

که څوک هر چېرې د زړه یادونه وکړي او یا هم د زړه په باره کې کومه خبره وي، تر ډېره خلک خپلې سینې ته لاس نیسي، خو راځئ نن د یوې داسې بریټانوۍ ښځې په اړه ولولئ چې زړه یې د سینې په ځای، په ملا کې دی.

۳۹ کلنې سلوی حسین ته یې مصنوعي زړه لګولی دی، مګر له دې سره سره چې هغې جراحي وکړه، مګر بیا یې هم زړه په یوه بکسه کې بند او پر شا دی او هر چېرې چې ځي، له ځان سره یې وړي.

له دې زړه دوه پاک پایپونه سینې ته تېر شوي دي او هلته یې بیا د بدن له نورو رګونو سره نښلولي چې ټول کارونه لکه په سینه کې د خوندي زړه داسې تر سره کوي.

ډاکټران وايي، د مېرمن حسین په سینه کې ګازو ځای نیولی او تر هغه چې د هغې ټول روغتیايي وضعیت په بشپړ ډول ښه شوی نه وي، نه شي کولای دا زړه د سینې دننه ولېږدوي.
سلوی حسین وايي، اوس یې وضعیت په ښه کېدو دی، خو تر هغه چې یې عملیات کېږي، ښه ده چې خپل زړه په شا وګرځوي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply