د نړۍ ببره نجلۍ هم واده شوه

0 730

په نړۍ د انسانانو ترمنځ وجودي توپیرونه روښانه دي، خو ځینې بیا د ارثي خواصو او یا هم ناروغیو له‌کبله داسې بڼه خپله کړي چې ټوله نړۍ ورته حیرانه شي.
همداسې یوه نجلۍ د تایلنډ په بنکاک کې اوسي. د دې ۱۷۷ کلنې نجلۍ نوم سپوپترا سوسوفن دی او پر یوه داسې ناروغۍ مبتلا ده چې پر ټول مخ یې لکه د یوه نارینه د ږیرې په څېر وېښتان را شنه شوي دي.

ډاکټران وايي، دا یو ډول ناروغي چې ده چې نوم یې ایمبراس سنډروم دی. د سوسوفن مخ دومره په ویښتانو کې پټ دی چې ان د پزې څوکه یې هم ترې خلاصه نه ده.

ډاکټران وايي، په دې ناروغي په ټوله نړۍ کې ۵۰ تنه اخته دي چې یوه یې سوسوفن ده، خو جالبه خبره دا ده چې له همدې ناروغي سره سره سوسوفن ته د ژوند ملګری پیدا شو.

سوسوفن په خپله ټولنیزه پاڼه ټویټر د خپل پاک مخ تصویر خپور کړی چې په خبره یې خپل مخ یې لېزر کړی او اوس یې واده هم کړی، مګر هغې په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply