چین چټله هوا پاکوي

0 535

د نړۍ دویم صنعتي هېواد چین خپله ککړه شوې هوا بېرته تصفیه کوي.
چین داسې یو لوی ټاور جوړ کړی چې د صنعت له کبله ککړه شوې هوا بېرته تصفیه او پاکه کړي.

دا ټاور په بېجینګ کې نصب شوی او له ځمکې ۱۰۰مټره پورته دی.
د چین د ټیکنالوجي ماهرین وايي، په دې ټاور کې د هوا پېژندنې ګڼ الات نصب دي او نه یوازې دا چې د هوا د ککړتیا درجه مالوموي، بلکې د هغې د تصفیې دنده هم په غاړه لري.

چین یو له هغو هېوادونو دی چې د زیات صنعت له کبله یې هوا ډېره ککړه ده او ان پاکه هوا په‌کې په بوتلونو کې په بیه پلورل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply