چېرې چې یوه د حیواناتو ملګرتیا انسانانو ته بېلګه شوه

0 2,011

چېر به مو د سپي او پیشو، موږک او پیشو او نورو هغو ترمنځ چې د نیکونو له زمانې یې له یوه او بل سره چندان جوړه نه ده، د دوستۍ په اړه په سرخط کې لوستې وي، خو راځئ نن د یوه حیوان او مرغه تر منځ د دوستۍ داستان ولولئ.

په جرمني کې له کلونو راهیسې په یوه کور کې د یوه سپي او بوم ترمنځ ملګرتیا روانه ده.
دا ملګرتیا دومره خوږه ده چې شاید د تصویرونو په لیدو یې احساس وکړئ چې بله داسې جوړه به هيچېرې پيدا نه شي.
د دوی ملګرتیا په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې او لا هم همداسې ښه په کش کې روانه ده.

د دوی دواړو د يو ځای ګرځېدو، خوب او نورو ډول ډول تصویرونه په رسنیو کې خپاره شوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې تاسې هم لیدلای شئ.
https://www.boredpanda.com/ingo-poldi-dog-owl-friendship-t…/

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply