د افغانستان پر کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

پوهندوی آصف بهاند

1,902

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې

د تاوتریخوالي سونامي

څلوردېـرشمه برخه

زموږ د وطن د دېری مشرانو فکر، ذکر او څه کول د انقلابونو په جال کې نښتي وو، ډېری ځوانان مو په داسې ټولنیز چوکاټ کې راگیر شوي وو چې مجبوراً د جگړې دایرې ته ورننوزي او په کې ښکېل شي، تر دوی لاندې نسل مو چې ماشومان او کوچنیان دي، خود به له سل ډوله مرضونو، ناخوالو، فقر، بې قانونیو او زورزیاتیو سره مخ وي، همدا له خپلو مشرانو ورته پاتې دی، هغوی کرلي، دوی یې اوس حتی د ژوند په بیه ریبي او بیه یې پرې کوي.

که داسې نه وي نو:

ــ جگړې چا رامنځته کړې؟ مشرانو،

ــ وژنې چا وکړې؟ مشرانو،

ــ جنسي تېري چا وکړل؟ مشرانو،

ــ غلا او لوټ چا وکړ؟ مشرانو

ــ د ټول ولس شتمني او عزت چا برباد کړل؟ مشرانو،

او…

د وروستیو سیاسي نظامي بدلونونو د پېښو شوو جگړو په خاطر خلکو ته، په تېره ښځو، ماشومانو او کوچنیانو ته کوم او څومره ضررونه ورواوښتل، هغه ټولو هېوادوالو او ټولې نړۍ ولیدل چې په سلگونه او لا زرگونه کورنۍ له جنگځپلو سیمو د سر خوندي کولو په موخه له کلو څخه ښارونو ته منډې وهلې او د ښارونو په کوڅو او واټونو کې یې پرته له سرپنا شپې ورځې تېرولې.

دا حالت د میډیاو پر مټ ټولو لیده چې پر بېځایه شوو خلکو څه تېرېـږي. له دې خلکو او کورنیو سره چا څه مرسته وکړه؟ داسې نه چې نه یې شوای کولای، کولای یې شول، نه یې غوښتل چې وېې کړې. ښه مثال یې حامد کرزی دی، د دې پر ځای چې خپل کلي کور کندهار ته ځان ورسوي او ښار ته له ولسوالیو د راتښتېدلو کورنیو خبر واخلي، دی په کابل کې یوې عیان نشینې سیمې ته تللی او د یو قاتل، غاصب او د پردیو د مزدور ټوپکوال لمسیان نازوي.

پرته له شکه چې د کرزي له خوا نازول شوي کوچنیان د ناز او مهربانۍ مستحق دي، خو کرزي باید د هغو کندهاریو، کندزیو، هلمندیو او… ماشومانو او کوچنیانو نازولو ته ورغلی وای چې همده یې د بدمرغۍ، لوږې او اوارگۍ زمینه برابره کړې ده، ایا تاسو دې ته د وطن له ټولو کوچنیانو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي نوي ډولونه نه وايئ؟

په همدې ورځو کې چې کرزي د محقق لمسیان نازول، د وطن گڼو سیمو کې د جگړې اور بل و او له دې اور نه د خلاصون په موخه زموږ گڼشمېر هېوادوال د خپلو کورنو او مینو پرېښودلو ته داسې اړ شول چې یوازې یې سر او د تن جامې راویستې چې د دې بېځایه شوو شپېته سلنه ماشومان او کوچنیان وو. ایا دا له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي نوي رامنځته شوي ډولونه نه دي؟

د یادو بېځایه شوو خلکو په باب د ۲۰۲۱ ام کال د اگست پر ۲۵ امه بي بي سي یو رپوټ خپور کړ، د هغه رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«سازمان ملل متحد می‌گوید که حدود ۶۰ درصد بیجاشدگان در افغانستان در سه ماه اخیر، کودکان هستند.

به اساس دفتر هماهنگی امور بشردوستانه سازمان ملل متحد، از ماه مه سال جاری، یعنی در عرض ۴ ماه گذشته، چهارصدهزار بیجا شده در دفتر سازمان ملل ثبت نام کرده اند که ۶۰ درصد آن را کودکان تشکیل می‌دهد.

افزون بر شمار زیادی بیجاشدگان کودک، صندوق جهانی کودکان سازمان ملل متحد (یونیسف) در اوایل ماه جاری میلادی، (دو هفته پیش) اعلام کرد که تنها ظرف ۷۲ ساعت، حدود ۳۰ کودک در جریان خشونت‌های خونین میان پیکارجویان طالبان و نیروهای دولتی افغانستان جان باخته ‌اند.

بیشتر از نیم میلیون افغان در سال جاری بیجا شده اند. این آمار ملل متحد در حالی ارایه شده است که در هفته گذشته و بعد از فروپاشی دولت به ریاست اشرف غنی، جنگ در اندارب ولایت بغلان باعث بیجا شدن صدها خانواده بر فراز کوه‌های آن ولایت شده است و آنها شامل این آمار نیستند.

در مرحله نخست عملیات گروه طالبان که حدود ۴ ماه پیش آغاز شد، این گروه ولسوالی‌های زیادی را به تصرف خود در آورد. دولت به ریاست اشرف غنی، ادعا می‌کرد که گروه طالبان از مردم محل به عنوان سپر استفاده می‌کنند.

با شدت گرفتن جنگ در نقاط مختلف افغانستان، صدها هزار خانواده آواره شدند و کابل پر شده از بیجاشدگان داخلی…»

په جگړه کې د ښکېلو لورو هره ډله چې وپوښتې چې خلکو څه گناه کړې؟ وايي چې: دا د مقابل لوري له لاسه شوي دي.

زه له دې سره کار نه لرم چې:

ــ چا؟

ــ کله؟

ــ څنگه؟

ــ او ولې؟

دا کار کړی، ستونزه دا ده چې کورنیو د جگړو له امله خپلې مینې او عادي ورځنی ژوند پرېښي دي او هغو سیمو ته یې ځانونه رسولي دي چې دوی ته امن ښکاري. د دې پېځایه شوو اصلي متضررین ښځې، ماشومان او کوچنیان دي، له دوی سره په نامريي ډول د تاوتریخوالي له داسې ډولونو کار اخستل شوی دی چې له مادي، معنوي او رواني پلوه یې نه جبرانېدونکي تاوانونه وررسولي دي او له هر څه نه د خواشینۍ وړ خبره دا ده پړ لوری یا شخص هم مالوم نه دی. د خواشینۍ بل اړخ دا دی چې دا لړۍ اوس هم روانه ده او ټول وطن، په تېره ښځې، ماشوان او کوچنیان په یوه تیاره دایره کې یوه نامالوم برخلیک ته په مایوسۍ سره شپې ورځې تېروي.

Comments are closed.