زوړ سلطان – د ما شومانو له پاره لنډه کیسه

ژباړن. رڼاګل اریوبزی

876

ژباړن. رڼاګل اریوبزی

Brüder Grimm : لیکونکي

 

یو وخت یو بزګر یو وفادار سپی در لوده او دا سپی سلطان نومیده. خپل څښتن ته د ډ یر خد متو نه وروسته، سلطان زوړ شوی و، داړې يې لویدلی وې، له ښکاره او له کاره لویلی و. یو ځل بزګر دخپلې میرمنې سره د دروازې په خوله کې ولاړ واو ویل يې چې:« سبا دا زوړ سلطان په ډزو وژنم. دی نور د هیڅ له پاره په ښه نه راځې.» میر من يې، چې د وفا دار سلطان سره خوا خوږي درلوده، و ویل چې:« ده ډ یر کالونه زموږ خدمت وکړاو تل راته وفادار پاتې شوی دی، نو که اوس زوړ شوي اوله کاره لویدلی هم دی، باید ويې ساتو.» بزګر میرمنې ته و ویل چې:« ای داڅه وايې، ته له سره نه پوهیږې؛ دا سپی په خوله کې یو غا ښ هم نه لري، هیځ غل له هغه نه ډاریږي، اوس باید له دې ځایه ورک شي. که ده زموږ خدمت کړی دي، موږ هم ښه خواړه ورکړي او ښه مو ساتلی دی.» بې وزله سپی، چې هلته چیرته نږدې لمر ته غځیدلی پروته و، دا هرڅه واوریدل اوپه دې ډ یر غمګین شوچې سبا به يې د ژوند وروستې ورځ وي. ده یو ښه انډیوال درلود او هغه یو لیوه و. د ماښام له خوا په ځنګل کې لیوه ته ورغی او خپل برخلیک يې ورته بیان کړ چې سبا په ده څه راځي. لیوه ورته و ویل چې:« واوره انډیواله، زړور پاتې شه،زه غواړم چې په خپله مرسته دې له دې تنګسې نه راوباسم. ما یوه چاره سنجولې ده. سبا وختي ستا څښتن د ړخپلې میرمنې سره په واښو پسې ځي. دوی خپل ماشوم هم له ځان سره اخلې، ځکه چې په کور کې دهغه دسا تنې له پاره څوک نه پا تې کیږي. دوی ماشوم د کار په وخت کې د ویاړې تر سیورې لاندې اچوي. ته يې تر څنګ داسې پریوزه چې ګوندې په هغه پام کوې. زه د ځنګل نه راوزم اودا ماشوم تیښتوم، ته به په خپل ټول ځواک په ما پسې منډې کړې او وبه ښيې چې ګوندې د مانه داماشوم خوشې کوې. زه به ماشوم خوشې کړم او ته به يې بیرته مور او پلارت ور وړې.

دماشوم مور او پلار به فکر وکړي چې ګوندې ماشوم تا ازاد کړ، د تل له پاره به دې منندوی وي، کوم زیان به در ونه رسوي اوتر دې چې ښیګڼې به هم در سره وکړي او هیڅ به در څخه دریغ نه کړي.» دامشوره د سپي خوښه شوه او څه چې سنجول شوې و، هغه يې عملې کړل. کله چې بزګز لیوه ولید چې ماشوم يې په خوله کې په پټیو کې منډې وهي نو چيِغې يې کړې او کله چې سلطان ماشوم بیرته ورته راوړ، نو لاس يې په تیر کړ او ويې ویل چې.« ستا یوه ویښه ته به هم زیان ونه رسیږي او ترڅو چې ژوندی يې، که کار ونه کړې هم، خواړه به در رسیږي.» بیايې میرمنې ته غږ کړ چې دسلطان له پاره ډودۍ په شیدو کې ښه میده کړه چې په خوله یې ژولو ته اړ نه شي او زما له بسترې څخه بالښت هم د ده خوب ځای ته راوړه، دا دې د ده تحفه شي.» سر له دې ورځې د زاړه سلطان ژوند دومره ښه وچې په خوب کې يې هم نه و لیدلی.

ډیر وخت لا نه و تیر شوی چې لیوه د ساطان لیدو ته ورغی او په دې ډیر خوښ و چې پلان يې سرته ورسید. لیوه سلطان ته و ویل چې:« دوسته! که زه کله ناکله وغوړم چې د ستا چښتن له رمې کوم یو څورب پسه له ځان سره یوسم، نو ته خو به په دې وخت کې خپلې سترګې یو څه پټې کړې. نن سبا دژوند چاره سخته شوې ده.» سلطان ځواب ورکړ چې:« له ما به دا تمه نه کوې ، زه خپل څښتن ته وفادار پاتې کیږم او د دې کار اجازه نه در کوم.» لیوه فکر وکړ چې سلطان خوشې ټوکې کوي، په همغه شپه په پټه راغی او غوښتل يې چې  د رمې نه یو پسه د ځان سره یوسي، خو وفادار سلطان خپل څښتن د لیوه له نیت نه تکي په تکي خبرکړی و، نو ځکه بزګر هم ورته چمتو شوی واو دغنمو ټکولو په دبي يې دلیوه ویښان ښه ږمنځ کړل. لیوه تیښتې ته مجبور شو، خو سپي ته يې ور ناره کړه چې:« لږ تم شه، ته بد کاره انډیواله، د دي کار غچ به در نه واخیشتل شي!»

لیوه په بل سبا وحشي خوږ سلطان ته ور ولیږه، هغه يې ځنګل ته راوغوښت، تر څو يې هلته سره مالومه کړي. زاړه سلطان بی له یوې پشې بل ملاتړ نه در لود او دې پشې هم یوازې درې پښې درلودې. کله چې دواړه راو وتل او د مقابلې ځای په لور روا ن شول، پشه ننګوښیده ، په لاره ګوډه ګوډه تله اوله ډیرو خوږو يې لکۍ نیغه پورته ونیوه. لیوه او ملاتړ يې هم ټاکلي ځای ته راغلي وو او کله چې يې مقابل لوری دراتګ په حال کې ولید، نوډیر وډار شول، ځکه چې دوی ته د پشې نیغه پورته کړې لکۍ کرچ (توره) ښکاریده او فکر يې کاوه چې په دوی پسې يې راوړي او په وهي يې اودا چې بې وسه پشه په درو پښو ګوډه ګوډه تله او ورسره سم کته او پورته کیده، دوی ته داسې ښکاریده چې ګوندې په هرځل له مځکې ډ برې را پورته کوي او راټولوي، تر څو چې موږ په و ولي. دوی دواړه سخت وډار شول: وحشي خوږ دونو پاڼو کې ځان پټ کړ او لیوه په یوه ونه پورته شو. کله چې سپی او پشه ټاکلي ځای ته را ورسیدل، دواړه حیران شول، ځکه چې په دې ځای کې هیڅوک نه لیدل کیدل. وحشي خوږ ټول ځان د ونو په پاڼو کې نه شو پټولی او غوږونه يې بوڅ راوتلي وو. پشې په ځیره شاو خوا کتل، چې په دې وخت کې خوږ غوږونه وخوځول. پشې ګمان وکړچې ګوندې موږک خوځیږي، په ور ويې دانګل او په خپلو غاښو يې سم وچیچل. وحشي خوږ چیغې کړې، پورته شو ، وتښتید اوناره يې کړه چې:« اصلي ګناه کار په ونه کې ناست دی.» سپي او پشې ونې ته وکتل او لیوه پکې ولید. لیوه په خپل ډار وشرمیده او دسپي سره يې سوله ومنله.

Liste von Märchen – Grimms Märchen – Grimmstories.com

 

Comments are closed.