د هرات په مرکزي زندان کې د زندانیانو او امنتیي ځواکونو ترمنځه نښته شوې

0 45

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو او زندان ساتوونکو ترمنځه نښته شوې ده .

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست پدې نښته کې د ۸ تنو د زندانیانو د وژل کیدو او ۴ تنو پولیسو په ګډون د ۱۲ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې په زندان کې د زندانیانو او امنیتیانو ترمنځه هله نښته رامنځته شوه چې  په زندان کې د بعضو اصلاحاتو په راوستو پيل شوی دی.

هغه ویلي دي چې زندانیانو د اصلاحاتو سره مخالفت کړی دی. د نوموړو اصلاحاتو په چوکاټ کې د زندان ساتونکو د زندان دننه په خپلسره توګه د جوړو شوو ځینو غرفو په ورانولو لاس پورې کړ چې زندانیانو يي  مخنیوي په خاطر د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

په لسګونو تنو زندانیانو د بلوا په کولو سره پر امنیتی ځواکونو بریدونه وکړل.

د بله پلوه زندانیانو د زندان د پنځم بلاک ځیني برخې سوځولي دي .

د زندان وضعیت د شپې په ناخته ساعتونو کې  د کنټرول لاندې ونیول شو. په زندان کې حالات قابلو شوي او هر څه عادي حالت ته راګرځیدلي دي.

trt/pashto

Leave A Reply

Your email address will not be published.