موقت حکومت، که د پنجاب پښو ته غورځېدل!

0 368

که افغانستان کې د سولې د بسیا په اړه، افغان حکومت سره د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادو د تربګنۍ اودښمنۍ هڅې او نیتونه یوه شېبه شا ته پریږدو، په لومړي نظر څرګندیږي چې په کور دننه حکومت سره دځینو ډلو او اشخاصو اختلاف او تربګنې، یوازې د افغانانو د ابدي سیال او بدنیتي، پنجاب په ګټهتمامیږي، چې هیڅ افغان ته د منلو نه ده!

که ځیني افغانان او یا ټاکلې ډلې حکومت سره د نظر اختلاف د بیان ازادي او دیموکراسي بولې چې پهځینو برخو کې د پاموړ ده؛ خو د نظام، اساسي قانون، مرکزي حکومت او یا د افغانستان په حالاتو کې دسولې او امنیت په شان چارو کې، د نظرغټ اختلاف که یوخوا د بیان د ازداۍ، دیموکراسۍ او د مليسراسري ارزښتونوسره په ټکر کې دی، بلخو په داسې چارو کې د حکومت په دندو او واکونو کې لاسوهنهده چې حکومت يي پر وړاندې د کلک غبرګون او رد حق لري.

حکومت ته د سولې په برخه کې سلا او مشوره ورکول د افغانانو حق دی، خو پریکړه او د هغې پلیتوبیوازې د حکومت په انحصار کې دي.

د ځینو هېوادو او په تېره بیا د پنجاب هڅه دا ده، یو شمېر افغاني ډلو ته چې د جهاد په مهال يي روزلی اونن هم ورسره اړیکې پالي، دا په خوله کې ورکړي چې طالبان، افغان حکومت سره چې سیکولر اندیښنېلري، سوله کول نه غواړي او دوی افغانستان کې هغه چا سره لکه جهادي مافیايي ډلې روغه جوړه او سولهکوي چې ایدیولوژیک اختلاف ور سره نه لري.

بلخوا دغو مافیايي ډلو ته داهم دیکته کیږي چې د حکومت پرځای یوازې تاسو کولای شۍ د افغانانو وړاستازیتوب وکړۍ.

بېځایه نه ده، نن چې په کور دننه دغه ډلګۍ طالبانو سره د سولې په اړه ښکته پورته ګرځي، تېره میاشت دحکومت له سلا پرته ماسکو ته لاړل او کېدای شي اپریل میاشت کې طالبانو سره د کتنې لپاره قطر ته لاړشي.

د دغو ګرځېدنو سره هممهال، خپله ډلګۍ او د دوی بهرني ملاتړي، افغانانو منځ کې بېلا بېلا پروپګېنډېخپروي.

تر ټولو شرموونکې پروپګېنډه دا ده چې وايي طالبانو سره خبرو کې دې د دغو ډلو د پلاوي سره افغانحکومت هم څو تنه د پلاوي په ترکیب کې ولیږي.

دلته دوی غواړي حکومت د یوې ډلګۍ کچې ته راټيټ کړي!

کټ مټ لکه د بن کنفرانس، چې هلته د قبرس ډله، د پېښور ډله، د شمالټلوالې ډله او د پخواني پاچا ډله سرهټول شول، د امریکا او ملګرو ملتو تر چتر لاندې يي د حامد کرزي په مشرۍ افغانستان ته یو بېکارهلنډمهالی حکومت جوړ کړ.

دلته بیا هم دا ډلې او پنجاب غواړي چې دوحه کې د بن کنفرانس ته ورته یو بل کنفرانس یا غونډه جوړه کړيچې هلته افغان حکومت د یوه حکومت په کچه نه، بلکې د یوې ډلې په واک او کچه، طالبانو سره په یوانتقالي حکومت جوړه وکړی.

که څه هم دغه مافیايې ډلګۍ، خپله هم د افغان حکومت یوه برخه ده او د دوی په شتون سره حکومت ونه شوکولای چې خپلې سمونپالې تګلارې پلې کړي، خو ښای طالبانو سره د افراطي شریکو اندیښنو او یا پردیوسره د پټو دندو په پار، دغسې ویجاړوونکې چارې ته توظیف شوي وي!

دا چې په مزار کې د عطانور او حنیف اتمر او په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان لهخولې هممهال، د موقت حکومت ډڼدوره غږول کیږي، د همداسې سیناریو سره تړاو لري.

د افغانانو باید په یوه خبره سر خلاص وي او هغه دا چې موقت حکومت، یانې د موجوده نظام ، اساسي قانون او د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو کول. موقت حکومت، یانې افغانستان د پاکستان پنځم ایالت ګرځول.

داسې پروپېګنډه هم ماسکو کې واورېدل شوه، چې طالبان هغه پخواني طالبان نه دي او د پروپاګنډچیانو( فوزیه کوفي) په اند دیموکرات شوی او په تېره بیا ښځو ته ځانګړی درناوی لري! ښاغلي خلیل زاد هم  تېره ورځ د (ملا برادر) ستاینه وکړه او هغه يي یو هېودپال وګڼه، که خدای وکړي چې ریښتیا وخیژي!

دوستم هم پرون لومړی د مزار په غونډه کې مرکزي حکومت ته چې خپله يي لومړی مرستیال ولسمشر دی،سپورې ستغې وویلي خو د طالبانو له برید وروسته په سد راغي، د دوستم په اړه په امریکا غږ کې لولو«پهترکیه کې بېکاره نه وم، په ازبکستان کې بېکاره نه وم. څنګه موږ په مذاکراتو کې برلاسي نه اوسو؟ موږدولت یو، موږ حکومت یو، نه دا چې اړخ ته کړای شو او له مذاکراتو بهر پاتې شو»، خو دغه خبرېوروسته له هغه کیږي چې د بلخ ولایت د پولیسو په وینا د ښاغلي دوستم د موټرو په کارواند چهاربولک ولسوالۍ د سرګین تپه په سیمه کې وسلوال برید وشو.

دلته موخه دا نه چې طالبانو سره دې سوله ونه شي، خو سوله کول د افغانانو په استازیتوب د حکومت دندهاو واک دی، نه د کومې ډلې او شخص واک چې هغه هم سر يي په حکومت کې وي او لکۍ يي طالبانو سرهتړلې وی!

همدارنګه هغه بهرنۍ او کورنۍ کړۍ چې وايي مرکزي حکومت پراخ بنسټ نه لري، نو ځکه باید نورې ډلېافغان حکومت سره په ورته او یا برابر واک، طالبانو سره خبرو کې برخه واخلي. خو دغه کورنۍ ډلې چېداسې ادعا لري لومړۍ خو دوی خپله د همدغه حکومت غوښنه برخه ده او بله دا چې حکومت انتخابي خټهاو بنسټ لري، ډلې خو بیا له خپلو څو تنه پلویانو پرته، انتخابي بنسټ نه لري او د ملت استازیتوب نه شيکولای. بهرنۍ کړۍ هم چې داسې ادعاوې لري یا د طالبانو او یا هم د افغان حکومت پرځای د دغو کړیوسره اړیکې لري او د خپلو ګټو په تړاو داسې څرګندونې د نورو په خوله کې څڅوي.

ځیني کسان دا هم وايي چې په هر قیمت کیږي، باید سوله وشي. که په سوله کې نظام، حکومت او لاستهراوړنې له منځه ځي هم، باید سوله وشي؟

خو پوښتنه دا ده، له داسې سولې څوک ګټه پورته کوي؟ افغانانو ته څه په لاس ورځي؟ بیرته بې نظمي،ګډوډي، وران او ویجاړ هېواد!

له تېر تاریخه به زده کړه کله کوو؟

کله ناکله دا هم ویل کیږي چې موږ مڼه(سوله) غواړو، که څه هم هغه د هرې ونې وي! ایا د مڼې له ونې پرته،بله ونه مڼه نیسي؟ سوله به کوو او سوله به راځي، خو سوله ځانته لار او اصول لري، سوله له افغان حکومته،د افغانانو له هر اړخیز ملاتړ پرته، نه شي راتلای او دا خبره باید همداسې ومنو!

ویل کیږي سبا بل سبا ښاغلی خلیل زاد افغانستان ته راځي چې طالبانو سره د سولې د شپږم پړاو په اړهافغان حکومت سره خبرې اترې او سلاوې وکړي.

خلیل زاد ته د افغانانو پیغام څرګند دی. افغانان د مرکزي حکومت په مشرۍ او انحصاري واک طالبانوسره خبرې کول غواړي. طالبانو سره د خبرو په تړاو افغان حکومت هیڅ د مخنی شرط نه دی ایښي او هرڅه باید د خبرو په میز کېښودل او وویل شي. افغانان غواړي چې طالبان دې هم په حکومتي واک کېشریک شي. د نظام بدلون، د اساسي قانون تغییر او نور اصلاحات د دې پیر د خبرو اجندا نه شيجوړېدای او هغه په اینده پورې اړه لري. موقت حکومت او دې ته ورته غوښتنې هم د خبرو د دې پیر اجندانه ده، دلته باید خبره دا وي چې په موجوده واکمنۍ کې څنګه طالبانو ته ځای ورکړل شي.

بلخوا خلیل زاد د امریکا يي حکومت د استازي پتوګه، طالبانو سره د خبرو اترو او سولې په تړاو یوازېافغان حکومت سره جرګه کولای شي او نورو افغاني ډلو سره خبرې د هغه د خبرو په اجندا کې نه شيراتلای!

د افغاني ډلو او حکومت ترمنځ خبرې کورنۍ چاره ده او هغه د خلیل زاد په ماموریت کې نه راځي!

د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۳۱ مه

سرلوڅ مرادزی

Leave A Reply