نیابتي جګړې او ناپوهي تل د غریبو هیوادونو زوال وي.

هلمند پردېس

231

په نيابتي جګړو کې غريب ملتونه تل د خپلې ناپوهۍ له وجې د زوال په لوري درومي،او لوی قدرتونه په کې خپل ستراتيژيک اهداف پلي کوي،د افغانستان اوسنۍ جګړه هم همداسې درواخله؛ که له ستر تاريخ څخه يې تېر شو،دا اوسني نږدې پنځوس کاله جګړه يې مطلق نيابتي او پردۍ جګړه ده،چې د دې جګړې ټول ګټه اول ګاونديو هيوادونو او بيا د نړۍ سترو طاقتونو ته رسيدلي ده،او افغانان او افغانستان صرف په کې برباد شوي دي.
د نړۍ لوی قدرتونه د جګړې طرحې د سترو او اوږد مهاله لوبو په خاطر ‌داسې جوړوي،چې کمزوري ملتونه يې په ډېر شوق او ذوق سره د خپلو ولسونو په مقابل کې د مذهب په نوم او یا هم د ديموکراسۍ په نوم د يوه او بل وژلو ته د مقدس ارمان په توګه عملي کوي.
د دغو جګړو تر شاه لوی قدرتونه تل خپلې ستراتيژيکې موخې او اهداف لري،دوی تل دغه جګړې د خپلو سيالانو سره په خپل کور کې د مخامخ جګړې پر ځای د نور هيوادونو په خاوره او ميدانونو او د مظلومو او مجبورو ولسونو تر منځ پر مخ وړي،ځکه يې ډيرۍاو تر ټولو ډېر تاوان غريبو خلکو ته رسيږي،خو هوښيار ملتونه بيا له ځيرکتيا او خپلو تيرو تيروتنو څخه په تجربې او د راتلونکي د بريا لپاره له فکر، پوهې او زغم څخه کار اخلي او خپل هدف ته د يو فرصت د لټولو تر څنګ هر څه ته کامله محاسبه،او زحمتکشي کوي.
که موږ د تاريخ جګړو ته سر ورښکاره کړو،پر جاپان په ۱۹۴۵ م کال  د دوهمې نړوالې جګړې پر مهال د امریکا لخوا پر هيروشيما او ناګسا باندې د اتومي بمونو غورځولو وروسته چې په سلګونه زره ملکي او نظامي خلک ووژل شول،له هغه وروسته همدې ملت له فکر ، پوهې او زغم څخه کار واخيست او د راتلونکي په غم کې شول،همغه ناشونی بحران يې وزغملو او نن د يوه پرمختللي هيواد او ستر او خوشبخته ملت په شان زنده ګي لري.
او دوهمه بيلګه يې بيا د جرمني هيواد دی،چې د برلين ديوال يې تر منځ؛او د نړيوالو سره له جګړې پرته له سخت خپلمنځي کشمکش سره هم مخ وو،هغه له سترې ماتې وروسته لويه بريا تر لاسه کړه،د برلين ديوال يې ونړولو ،يو ملت شول،او د راتلونکي پرمختګونو لپاره يې مټې رابډ وهلې او مخکې لاړل،او نن د نړۍ ستر اقتصادي،سياسي او نظامي هيواد دی.
اوس د افغانستان او افغانانو تاريخي ګټنو او تيروتنو ته يوه کتنه کوو.
سل کاله مخکې غازي امان الله خان انګريزان مات او له افغانستان څخه يې وشړل،خو د خپلمنځي کشمکشونو او د دوښمن د نيابتي جګړې ښکار او جلاوطنۍ ته مجبور او وطن د ويرانۍ طرف ته لاړ،له هغه وروسته بله تيروتنه د روسان يرغل و،چې افغانستان يې اشغال کړو،مګر افغانانو هغوی له خپلې خاورې وباسل خو د خپلو تيرو تاريخي تيروتنو څخه د ناپوهۍ او د ګاونډيو هېوادونو شومو اهدافو په وجه يې وطن برباد او ستره وروژنه يې سره وکړه.
له دې وروسته بله يا دريمه تاريخي تيروتنه اوس بيا د تکراريدو په حال کې ده،مګر افغانان لا هم د فکر او زغم په کسيه کې نه دي،او خپلې سرتمبګۍ ته شله او لګيا دي، یو او بل سره وژني.
اوس خو بايد هر افغان ته دا ښکاره وي،چې د افغانستان جګړه پردۍ او ګټې يې هم پردو ته رسيږي،که يې نه منۍ،زموږ د جګړې له وجې ځينې هیوادونه سوپر طاقتونه شول،او زمونږ ګاونډیان له عادي حالت څخه اتومي هيوادونه شول،خو زموږ لا هم برخليک نامعلوم دی.
مګراوس هم لا ناوخته نه دی،افغانان که نن هم پر دې خبره ځانونه پوه کړي،چې افغانستان اوس او همدا نن د يو ستر فرصت په کتار کې ولاړ هيواد‌ دی،او سخت ښکلی يو طالايي چانس دی،چې افغانان نن خپلې پنځوس کالنې پردۍ جګړې ته د پای ټکی کيږدي،او سوله وکړي،او له دې شتو امکاناتو څخه د يو مسؤل او تاريخي ولس په حيث ګټه واخلي او افغان وطن د نورې نړۍ د سيالو هيوادونو په کتار کې ودروي، نو همدا یې وخت او چانس دی، چې بیا به یې سلګونه کاله وروسته هم تر لاسه نکړو.
مګر که خدای مکړه،خدای مه کړه،خدای مه کړه؛د دريم ځل لپاره افغانانو بیا هم تاريخي تيروتنه  تکرار کړه،دا به د نړۍ په تاريخ کې د افغانانو ستره حماقتي تیروتنه، لويه غميزه  او همدا به د دوی د زوال پیلامه  وي،خو موږ به  اوس ستر رب ته دا دوعاګانې کوو،چې افغانان د خدای هوښيار او له زغمه ډک ملت کړي،ترڅو د يوه سوکاله ،پر امنه او پرمختللي هيواد څيښتنان شي.

Comments are closed.