موږ د سياست ماشومان يو/ ګل احمد محبت

0 889

د حامد خان کرزي وروستۍ څرګندونې تر ډېره يوه ماشوم ته پاتې کيږی. دی د يوې قضيې نور اړخونه نه سنجوي او يوازې او يوازې د قضيې ظاهر ته ګوري. ښه ځه په هر ترتيب! که په موږ کې بيا هم متره وای د کرزي خبرې به مو په يو نه يو ډول په خپله ګټه اړولې وې. په هر ملک کې داسې يو څوک وي چې د حکومت سیاسي دريځ له شخصي او ولسي ميک نه راوباسي. خو هغه خلک داسې وي چې د حکومت او خپلې خاورې اصلي وارثين او د ولس خواخوږي وي.  اوس له ما نيولې تر نوي سلنه ولسه چې لږ ترلږه شعور ولري د حامد خان خبرې د شخصي ګټو او د واک د لاسته راوړو لپاره هلې ځلې ګڼي.

که په يو کلي کې ژوند کوې، نو ته مجبور يې چې لږ تر لږه شاوخوا کورونو سره ښه روابط ولرې او په دې منځ کې خپل پارټنران او ځانګړي ملګري هم ولرې. په يواځې او ګوښي ډول د هيچا ګوزاره نه کېږي او نه بقا موندی شي.

اوس زموږ سياسيون او ځوانان په دې اخته دي چې څوک روسيې ته خپل دوست وايي او څوک امريکې ته خپل دوست وايي. زما په اند دواړو ته دوست ويل تېروتنه ده خو د سياست پاټنر او ملګری ورته ويل پر ځای خبره ده.  ځکه د نړۍ پرمختللي هيوادونه په نړۍ کې خپل ملګري او پاټنران لري. که موږ له دې حقيقته انکار وکړو دا زموږ په تېروتنه او حماقت دلالت کوي لکه حامد خان چې دا کار وکړ او لا يې کوي.

موږ بايد دلته دوه کاره وکړو. لومړی بايد په دې پوه شو چې څوک زموږ ښه ملګری کېدای شي او دا هم بايد له ياده ونه باسو چې څنګه او په کومو معيارونو ورسره ملګرتيا وکړو. افغانستان مجبور دی چې له روسيې او يا له امريکا سره د خپلې ملګرتيا تار وغزوي. خو فکر کول په دې په کار دی چې څوک زموږ ښه پاټنر کېدای شي؟ زما په اند دلته بايد داسې سياست ولوبول شي چې افغانستان د دواړو قطبونو تر منځ د تلې شاهين حیثيت غوره کړي. دلته د ذکي، هوښيارو او لوبېدلو سياسيونو کمی دی چې نړۍ وال ځواک او اقتصاد د خپلې ګټې پر محور راوڅرخوي. که اوس دا کار غني کوي؛ نو د حامد خان غوندي سياسيون يې مخې ته د شخصي ګټو کاڼي غورځوي.

روسيه زموږ ښه ملګری نه شي کېدای. ځکه موږ ګورو چې روسيه اوس څه کوي؟ چاته مرستې ورکوي او د دې ولس پر ضد د چا په خوا کې ولاړه ده؟ موږ د  روسيې په اړه تاريخ لرو چې زموږ له مشرانو سره يې څه ډول خيانتونه کړي دي. زموږ مشرانود ددوی د بې وفايۍ له وجهې سکتې وکړې، د همدوی له خوا ووژل شول او د همدوی له خوا بنديان او اعدام شول.  دلته هم زموږ د سياست کمزورتيا وه چې کله دوی موږ ته د ملګرتيا وړانديز وکړ موږ يې ټول ځان او عقيده په غېږ کې واچوله. لږ تر لږه زموږ  سياست بايد د سکې دوه مخه وي چې يو مخ يې چا ته وښيو او بل يې له موږ سره خوندي وي. کنه اوس ټوله نړۍ وګورئ همدا کار کوي. وايي د بل په ګټه او کار په خپله ګټه کوي. خو زموږ يو شمېر سیاسي ماشومان وايي هم د ځان په زيان او کوي هم د ځان په زيان.

په لسګونه کاله وړاندې کله چې له روسيې سره زموږ اړيکي خراب شول، خو موږ ونه شو کړای چې د خپل هغه ملګري چې کلونه يې زموږ له لوري د ملګرتيا د يو شين څراغ تمه درلوده په مرسته روسيه ووهو او يا يې د شر مخه ونيسو. موږ روسيه د هماغه ملګري پر مټ ووهله، خو موږ له ورسيې ډېر وهل وخوړل. په ميليونهاو شهيدان، په ميليونهاو معلولين، په ميليونهاو کورونه وران او په ميليونهاو افغانان بې کوره شول…؛ خو په دې کار سره مو امريکا هم خپله ښه ملګرې جوړه نه کړای شوه.

کله چې روسان له خپلې ټاکلې جغرافيې راووتل د هوا له لارې افغانستان ته رانغلل! دوی لومړی خپل ګاونډي هيوادونه ايل کړل او بيا يې زموږ ګاونډي ايل کړل او ورپسې يې زموږ هيواد ونيو. نړۍ اوس هم همدا دعوه کوي چې روسانو غوښتل ځان د بحر تودو اوبو ته ورسوي او ددوی هدف يواځې افغانستان نيول نه و. که دا دعوه رښتيا وي، ولې په افغانستان کې دومره سياسيون نه وو، چې په تاجکستان  او ازبکستان کې يې د دې بلا مخه نيولې وه. دلته څوک نه وو چې د امريکې باور يې خپل کړی وای او د امريکې ټولې ګټې يې په افغانستان کې جذب کړې وې!

په کومو پيسو او امکاناتو چې نن پاکستان د موټروې او ايټيم بم خاوند دی، نه شوای کېدای چې افغانستان د تاجکستان او ازبکستان مجاهدين سپوټ کړي وای او دوی ته يې په افغانستان کې پناه ورکړې وه؟ د امريکې مرستې يې دلته په خپل هيواد لګولې واي!! نه به اوس هيواد وران و او نه به اوس دا بدبختي وه. زموږ سياسيون چې کله په لومه کې ونښلي بيا له لومې څخه په وتو کې ځان هم ژوبلوي او خپل کور او بچو ته هم زيان اړوي؛ خو دا فکر نه کوي چې ولې دی په لومه کې ښکېل شي؟ ولې يې دی په ځان زده کوي؟ ولې يې په بل نه زده کوي؟

د هماغې ورځې شعار اوس باقي پاتې دی.(جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) ولې مو دا شعار (جهاد تاجکستان، دفاع افغانستان) نه کړ؟ خو افسوس چې داسې څوک نه و چې په دې هيواد او ولس يې زړه سوځولی وای. داسې څوک نه و چې خپله يې قرباني ورکړې وه او نور ولس ته يې خوشبختي او سهولت راوړی وای!!!

موږ د پاکستان دفاع وکړه؛ خو پاکستان پر موږ دښمن لکه باز راوغورځاوه. موږ سياسيون نه درلودل؛ خو پاکستان سياسيون درلودل.  زما په ياد دي د پاکستان هغه ولسمشر چې اوس تبعيد دی (پروېز مشرف) پر افغانستان د امريکې د برید پر مهال خپل پارلمېنټ ته  وويل: (نن ماته  پاکستان او د پاکستان ولس مهم دی.) په دې معنا چې زه د افغانستان په سر خپل هيواد نه شم بربادولی.

له دومره لګښتونو سره سره چې امريکې په افغانستان کې وکړل او د افغانانو له دومره قرباينو سره چې د ولسواکۍ په راوستو کې يې ورکړې او له دومره ملګرتيا سره سره ولې موږ د امريکې باور خپل نه کړی شو؟ حامد خان د امريکې په اوږو سپور د افغانستان ولسمشر شو؛ خو کله چې دی په قانوني ډول له واکه لرې کېده؛ نو له امريکې سره يې ګوتې ماتې کړې. دا په دې معنا چې پر افغان باور مه کوئ او نه افغانان د ملګرتيا  خلک دي.

تاسو زما پر ليکنې د عقيدوی احساساتو قضاوت مه کوئ! زه په دې پوهېږم چې په نړۍ کې هيڅ هيواد له کوم مطلب پرته د بل هيواد دوست نه دی او کافر خو بيا د مسلمان هيڅ دوست نه دی؛ خو د سياست ملګرتيا له عقيدې ورهاخو خبره ده، خپله عقيده به هم ساتې او سياست به هم کوې. د نن سبا سياسي ملګرتيا هم له چل، فرېب او نېرنګه ډکه ده. دا د سطرنج د دانو په څېر ده چې ته په خوږه کې څوک وهې او لا يې هم خپل ملګری ساتې او که تا څوک وهي او لا دې هم خپل ملګری ساتي.

په اوسني سياست کې به په شاتو کې زهر ورکوې، لکه د حامد خان په څېر نه چې چرس دې خلاص شي او يا دې واکمنۍ ته زړه وشي؛ د بې شعوره ولس پر نبض ګوتې کېږدي او بيا د يوې لنډې مودې لپاره دا ډول څرګندونې وکړې. دلته نو ستا شخصي ګټې دومره زور واخلي چې  د خپل هيواد تېر او راتلونکی له پامه وغورځوې. امريکه په عقيده کې نه؛ خو په سياست کې زموږ ملګرې ده او بايد چې داسې ملګرتيا ورسره وشي چې پاکستان ترې هېر او موږ يې په خپلو ګټو راوڅرخوو. دا کار غني کوي؛ خو که چرسيان يې په کراره پرېږدي. زه له نشه يي يارانو هيله لرم چې د خمار او نشې په حال کې دې خپلو خبرو ته ډېر پام کوي. (چې نه کار هلته څه کار) په عمل کې راولئ خیر خيريت دی!

Leave A Reply