دا حکومت د دې سرتېريو په قربانيو نه ارزي

0 515

د فارياب په غورماچ ولسوالي کې له مودې راهيسې ګڼ شمېر سرتېري کلابند دي، نه يې څوک مرستې ته ورځي، نه د چا په ياد دي، نه اکمالات ور رسېږي، حتا خواړه هم ور ختم شوي دي.
وروستي مالومات دا دي چې هلته کلابند سرتېري د خوړو له نېستي، هغه چڼاسو وهلې او ورسته، وچه شوې ډوډۍ خوري چې څو مياشتې وړاندې له دسترخوانونو ټوله شوې او بيا غورځول شوې وه.

د دغو سرتېريو له ډلې ځينې يې وايي، ځينې ملګري يې واښه خوري، ځينې يې خاورې خوري او ځينې نور بيا همدا ورسته ډوډۍ په اوبو پورې کوي او ګېډه ورباندې ډکوي.
دوی له چارواکيو ګيله‌من دي، خو وايي، خاوره نه پرېږدي چې د دوښمن تر پښو لاندې شي.
دا افغانستان دی او هغه سړی يې تر ټولو ډېر برباد دی چې د وطن ډېر خير غواړي، قرباني ورکوي او غواړي وطن جوړ کړي.

افغانستان د درېيمې نړۍ هغه هېواد دی چې که يې کوم کس وطن جوړوي، کور يې ورانېږي او که کور جوړوي، خامخا به وطن ورته ورانوي.
دلته سرتېری د ده په خپله خرڅه شوې وسله شهيد دی، هماغه مرمۍ چې پرون د سرتېري په چانټه کې وه، نن يې تر سينه وتلې، هغه معاش چې د سرتېري اولادونه ورته په تمه دي، لا وختي خاين مشر هضم کړی دی.
کاشکې دلته د سرتېريو د محاصرې او دغسې بدې ورځې همدا يوه پېښه وای، دلته خو هر ولايت د دغسې څو پېښو شاهد دی.
له روزګانه نيولې تر هلمند، کندوز، کونړ او پکتيا پورې، په ټولو ولايتونو کې همداسې کيسه روانه ده.

زموږ سرتېري لکه د اختر اوښان، اووه ځايه حلالېږي. طالب يې دوښمن دی، داعشی يې دوښمن دی، د اتلسو نورو ترهګرو ډلو هر سړی يې بېل د سر دښمني په غاړه لري او تر هغو ټولو چې ځان ژوندی وباسي، اخېري دوښمن او تر ټولو ظالم دوښمن يې خپل قوماندان دی.

په وار وار داسې پېښه شوې چې سرتېري همداسې محاصره وي، پر مرکز چيغې وهي چې له لوږې مړه شوو، وسلې نه دي راپاتې، د ژوند پر وروستي بريد ولاړ يوو، خو څوک يې غږ نه اوري.
هر وخت چې رسنيو د دوی د شهادت او د سيمې د سقوط خبرونه خپاره کړل، بيا نو همدا خاين چارواکي زغرې وتړي، لښکرکشي وکړي او پر سقوط شوې سيمه د مرميو باران جوړ کړي.

دوی نه د سقوط سيمې په غم کې دي، نه يې د سرتېرو په شهادت خوا بده وي، دوی د سرتېرو په ژوند د هغوی ډوډۍ ته غله وي، د هغوی معاشونه تروړي او چې په شهادت يې سيمه سقوط وکړي، بيا نو د لښکرکشي پر مهال پرېمانه پيسې د عملياتو د مصارفو په نوم جېب ته واچوي.

لېرې به نه ځو، دا نن دې څوک د پل خيشتي جومات مخ ته ولاړو رېړيو ته سر ورښکاره کړي، د سرتېريو ډوډۍ او نور خواړه په نيمه بيه ليلام خرڅېږي، ټول پوهېږي چې دا د سرتېريو حق دی، خو هيڅوک نه وايي چې دا څوک، له کومې قرارګاه څخه راوړي او دلته يې پلوري.
په ميدان‌وردګ، غزني، هلمند، روزګان او نورو ولايتونو کې همدا خاين قوماندانان د سرتېريو وسلې پر دوښمن پلوري او بيا سرتېري بېرته په همدغو خپلو وسلو شهيدان وي.

ولسمشر چې هر ځای کښېني قلقلې کوې چې دفاع وزارت يې له فساده پاک کړ، اوس وار د کورنيو چارو وزارت دی، خو ښکاري داسې چې دفاع وزارت يې له شفافيت څخه پاک کړی دی.
رښتيا خبره دا ده چې نور نو د ابادي، ښې حکومتولي، د فساد ختمولو او اصلاحاتو راوستو په برخه کې د بهرام له دې حکومته د ښادي تمه حرامه ده.
دا حکومت د دې سرتېريو په وينو او قربانيو نه ارزي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply