د درواغو ورځ / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 562

خدای خبر څومره باد به يې تر دې له مخه ورکړی وي، ما چې د ټلوېزيون تڼۍ کېکاږله، د افغان شوروي جګړې د کيسو او خاطرو له را سپړلو دې ټکي ته رسېدلي وو چې څه ډول يې جنګياليو ته خپله قومانده او امرونه رسول او څه ډول يې په ټاکلي مهال ټولو سرګروپانو ته قومانده ورکولای شوای؟

د ده ژبه دلته نوکی ګنګوړه شوه چې تر دې له مخه يې د مجاهدينو د تش لاس او بې‌وسي پر بابولالو خوله پرانيستې وه، ځکه خو يې له لنډې چوپتيا او په ږيره او برېتو کې له ترخې موسکا وروسته وويل؛ زموږ قوماندانان، سرګروپان، مرکزونه او پوستې په پرمختلليو لويو وړو مخابرو سمبال وې.

له ده په معصوميت پوښتنه وشوه، دغه پرمختللې لويې وړې مخابرې مو له کومه کړې وې؟ ده د کارټر او رېګن له وختونو کيسه پيل کړه چې نه يې خپله د دغې جړې ماشوړې سر او بېخ موندلای شوای، نه د پروګرام چلوونکيو خپل سرونه پرې خلاصولای شوای او نه ليدونکيو او اورېدونکيو د کوم روښانه ځواب څرک لګولای شوای.

ده ځان د يوه جهادي تنظيم داسې مقتدر مرستيال ښوو چې د ټولو سياسي او نظامي چارو سمبالښت او لارښوونه د ده پر غاړه وه.
زما څنګ ته ناست مېلمه د دغې خبرې په اورېدو وويل؛ دغه ښاغلی چې ما کله هم د جهاد او مهاجرت په کلونو کې ليدلی؛ نو داسې مې موندلی لکه په هماغه شېبه چې دې له يخچاله را ايستلی وي، خو دی لګيا دی د تنظيم د مرستيال او ټولو سياسي، نظامي چارو د سمبالوونکي په توګه ځان د دغه تنظيم د ټولو قربانيو وارث پېژني، لکه د جهاد ټوله موده يې چې په غرونو او سنګرونو کې اړولې او لا يې هم له څېرې د جهاد دوړې او ګردونه لېرې شوي نه دي.

د شنبې په ورځ د وږي اتلسمه چې تنظيمي پنډتانو څومره درواغ باد کړل، که د درواغو ورځې ته را غونډ شوي وای، ښايي جلا ريکارډ يې ټينګ کړی وای.
د ده وروستۍ خبره چې نږدې وه له وياړه يې پورته وغورځي، د خپلو شهيدو ملګريو، کورنيو او اولادونو پر وړاندې د خپلې بې‌دريغه پاملرنې اثبات و چې ده په يوه دمه څو واره تکرار کړه، هغه دا چې د ولسمشر له خوا يې ده ته د حج د دوو تنو ونډه د دغو شهيدانو کورنيو ته ور وبښله.

لکه څوک چې ورک يا غلا شوی مال په صدقه، زکات يا خيرات وشمېري.
حج له خپل مال او نصاب څخه پر مسلمانانو فرض دی، که نه د نفلو په کاته کې شمېرل کېږي، خو علم پر هر نارينه او ښځينه فرض دی.
که ده ويلي وای چې د خپلو شهيدو ملګريو په يوه يوه ماشوم يې لوړې زده‌کړې کړې، د زده‌کړې لګښتونو ته يې اوږه ورکړې، ما به پر ښاخيو باد د ده ښکرور او پرله‌پسې درواغ په پټو سترګو منلي وای.

په داسې حال کې چې په پاکستان، افغانستان، دوبی او… کې د همدغه جهاد له برکته د ده تر لاسه کړې پانګې په عشر عشير لسګونو يتيمانو لوړې زده‌کړې بشپړولای شوای.
څوک څنګه د هغه جهاد درنښت او فضيلت منلای شي چې يو قاضي يې تبر پر اوږه او چاړه په لاس د ۸۰۰۰ مرۍ پرې کولو، څلورو زرو په دار ځړولو، يو نيم زر چانماري کولو د وياړ سندره را اخيستې وي.

ښکاره ده چې د وياړ (؟) دغه صحنې د لوېديز کوم ژورناليسټ د مجاهدينو د زړورتيا او اتلوليو د اثبات په موخه تر عکس‌بندي وروسته په کراتو خپل هېواد له تصويري رسنيو خپرې کړې، خو نه له بشري حقونو سرغړونه وبلل شوې، نه د انسانيت پر ضد د جناياتو په کتار کې راوستل شوې، بلکې د سپېڅلې جګړې له برکته جنګياليو ته د مور شيدې ګرځول شوی دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply