پاکستان کې بچانې کې ليې ! / داکتر صلاح الدین سعیدی

0 716
پاکستان کې بچانې کې ليې !
په ژوندو کې دایمی اتل نه شته، زمونږ مواضع، تأکیدات او کړنې زمونږ په حق کې د قضاوت معیارون دي. نو وطنوالو ددغو معیارو او مقیاس پر بنیاد د مشرانو عکسونه بدلول پکار دي! اوس اوس د پښتنو بعضې مشران د پاکستان د بچانې غم وخوړل. یاره دغه څه وشول د قاقستان د بچانې غم د پښتنو مشرانو سره زور وموند. شک نه شته چې ای اس ای ظالم او ‌‌‌‌‌‌ډېر پښتانه مشران او کشران یې شهیدان کړل او دا پروسه او لړۍ دوام لري. شک نه شته چې افغان چارواکو د پښتنو او بلوچو د برحقه داعیې او آزادی او د هغوی د حقوقو خیال نه ساتي اما خو تاریخي رسالت او د ‌‌‌‌‌‌ډار او یا تطمیع ذلیل ژوند هم د رسالت د اداء سره په تضاد کې دي. ملت ته په کار ده چې جبون او یا خرڅ شوي مشرانو ته نور د خپل ارادت اظهار بند او ددوی د خپلو کړو ثمره ورکړي.؟افغان حاكميت خپل تاريخي رسالت ته د كامل افغانستان برخه كې پوره دقت او پام وکړي. پښتنو مشرانو ته چې لاره یې خطاء کړې په خپلو کړ له سره کتنه وکړي. د قاقستان د سر ساتنې پر ځای د تاریخي افغانستان د احیاء په غم کې اوسي. زه منم چې تاکتیکی لار او هغه هم اول پښتونخوا جوړول او بیا لوی افغانستان یو تاکتیکی روش دی خو له یاده مه باسه چې د مکار او رذیل ای اس ای سره مواجه او مخامخ یې او نه د کوم بې تجربې سازمان او تشکل سره.
Leave A Reply