د ګارنېزیونونو غوغا / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 650

زه دا خپله بې‌سوادي ګڼم چې د ګارنېزیون په مانا سم نه پوهېږم، له پوځي اړخه خو یې په لغوي او اصطلاحي تعریف ړوندو کوڼ یم.
دومره راته پته ده چې دغه پوځي تشکیلات د ډاکټر نجیب الله په حکومت کې د کابل د خوندیتابه په موخه را منځ ته شوي وو.
خو په حقیقت کې د کابل نه، ټول هېواد د ګارنېزیون له لاسه اور ته وغورځېده.
جنرال نبي عظیمي او اصف دلاور د ګارنېزیون پر مټ د ډاکټر نجیب الله د رژیم لمن ورټوله، د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان کودتا بریالۍ او نظار شورا ته د تسلیمۍ سند لاسليک کړ.

ما ته د جنرال علومي دا خبره بېخي حیرانوونکې ښکارېده چې د کورنیو چارو وزیر په توګه یې «ګروپي در ګروه پاکستان» بېخي تکیه کلام ګرځېدلی و، خو ده خپله په کابل کې کلونه وړاندې ګروپي در ګروه، پاکستان ته د عظیمي او دلاور په ملتیا د کابل شرموونکې تسلیمي ورکړې وه.

په جګړو کې منصبدار د جنرالانو تر کچې اسارت ته لوېږي، خو جنرال تسلمېږي نه، ځکه خو دا اسارت یا د زور لاسلیک نه و، بلکې دغو ښاغلو د نجیب الله مجددي او ډاکټر عبدالرحمن پر وړاندې په خپلو خبرو کې د ډاکټر نجیب په ادرس داسې پوچ او سپک ټکي له خولې ایستلي چې اورېدونکي ته له ګروپي در ګروه پاکستان زیات سر خوړلی پاکستان ته وفادار ښکاري.

اوس یو ځل بیا د ګارنېزیون جوړولو هنګامه له را پورته کېدو توده په توده ښه په درز کې غځېدلې ده، د حیرانۍ ځای دا دی چې دفاع وزارت د دغو ګارنېزیونونو له جوړولو، تشکیلاتو او ټاکنو ناخبره دی.
ولسمشر چې ځان د پوځ اعلی سرقوماندان بولي، د دغو ګرنیزیونو په جوړولو کې نه دا چې چا پوښتلی نه دی، بلکې د خبر او سلا مشورې زحمت یې هم نه دی ورکړی.

په شمال کې د ګارنېزیون جوړولو دغه بهیر له جوزجانه د جنرال دوستم د زوی په قوماندانۍ را پورته او تر سمنګان، بدخشان پورې ورسېده، له قراره د اورېدو دغه بهیر ښايي په ټول شمال له ورګډېدو د پخوانیو ملېشایي تشکیلاتو او جوړښتونو پر سټېج او دریځ تم شي.

دا چې دفاع وزارت او په ټوله کې حکومت په دې اړه خپله ناخبري څرګنده کړې، د بې‌کفایتي هغه اعتراف دی چې عذر بدتر از ګناه یې تعبیر راختلای شي.
د خبرونو له مخې، د جوزجان ګارنېزیون ته سلګونه په سپکو او درنو وسلو سمبال جنګیالي جذب شوي، خو له دغو وسلو او تجهیزاتو، دفاع وزارت ناخبره دی.
پوښتنه دا ده چې د زرګونو جنګیالیو اعاشه، لګښتونه، معاشات او سپکې درنې وسلې له کومې لارې هېواد ته را رسېدلې دي؟

دغه ګارنېزیونونه د چا پر وړاندیز، فرمان او د چا د ګټو او موخو له‌پاره را منځ ته شوي، قومانده یې د چا په لاس کې ده، د سوق او ادراې واک یې له چا او مرکزیت یې چېرته دی؟
دا د هماغو ملېشایي تشکیلاتو هڅه نه ده چې په یوه ناولي ایتلاف کې یې د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان له کودتا سره د ډاکټر نجیب الله رژیم ړنګ او خپل‌منځي جګړو اور بل کړ؟

د ګارنېزیونونو پرونی افادیت ما تاسې ته وښود، په کابل کې د تشکیلاتو د دغه تعدد نننۍ پایله د وږي پر اتلسمه څرګنده شوه چې د ګارنېزیون له مخې ناقانونه وسله‌والو او کوڅه‌ډبو څنګه د سپکو درنو وسلو په چلولو خپل پوځي او سیاسي مانور پلی او کابل یرغمل کړ.

بې‌دروازو هېواد همداسې وي چې د مرکز له خبرتیا پرته یې پوځي تشکیلاتو کې زرګونه جنګیالي له غونډېدو د سپکو درنو وسلو انبارونه تر لاسه کولای شي، خو مرکز د ناخبري ډول غاړې ته اچولی وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply