له کوردستانه متاثر لوی افغانستان / جمیل وقار

0 945

د عراق او نورو کوردي مېشتو او غربي هېوادونو له مخالفت سره سره عراقي کوردان د خپلواک هېواد له‌پاره ریفرنډم ته راووتل او په ښه اکثریت یې په دې پروسه کې ګډون وکړ او لومړنۍ شمېرنې ښيي چې له اویا سلنې پورته وګړيو د دې سیمې د خپلواکي له‌پاره رایې کارولې.

کوردان د عراق په اربیل، سلیمانیه او دوهاک ایالتونو سربېره په ترکیه، سوریه او ایران کې هم مېشت دي چې د عراقي کوردانو تر ریفرنډم او خپلواکۍ وروسته به نېغ په نېغه په دغو هېوادونو کې د کوردانو جوړښتونه متحرک کړي او په نامستقيم ډول به د لوی افغانستان، بلوڅ او سهیندي مبارزانو مرال او روحیه پیاوړې کړي.
دا لیکنه د کوردانو او نورو ازادي غوښتونکو خوځښتونو په پس‌منظر نه غږېږي، په دې لیکنه کې د هغو تاثیراتو په اړه خبرې شوې چې د کوردانو تر ریفرنډم وروسته به د ازادي غوښتونکو په تېره بیا د لوی افغانستان تر چتر لاندې د بلوڅ او پښتنو مبارزو فعالیتونه کوم جهت خپل کړي، د ازادي غوښتونکو په مرال به څه تاثیرات ولري او په ټولیزه توګه د ازادي غوښتنې له‌پاره د دې دریو خوځښتونو مشترک ټکي کوم دي او پر دې علاوه د نویو هېوادونو د را منځ ته کېدو تر شا د چا لاس دی؟

د کوردي ریفرنډم تر شا پټ ملاتړ
ظاهراً امریکا او اروپايي ټولنې د کوردانو له ریفرنډم سره مخالفت ښوولی. دې هېوادونو په ښکاره توګه نه دې ویلي، چې د خپلواکۍ لپاره د کوردانو له ریفرنډم سره ستونزه لري، بلکې مخالفت یې له داعش سره د مبارزې تر بریده ده، چې د عراقي دولت او کوردانو کشمکش به له داعش سره مبارزه کمزورې او پيکه کړې.
د امریکا له دې دریځه مالومېږي چې دغه هېواد په یوه شکل د کوردانو له ریفرنډم سره ستونزه نه لري، بلکې په غیر مستقیم ډول یې د فشارونو په توګه هم کارولای شي چې خپل سیمه‌یز رقیبان پرې وځپي او بالاخره یې په اساسي توګه خاموش کړي.

د یوه امریکايي لیکوال په کتاب کې مې لوستي وو چې د دې هېواد په پنټاګون کې داسې نقشه پرته ده چې تر ۲۰۳۵م کال پورې به په سیمه کې حداقل درې نوې هېوادونه را منځ ته شي. که څه هم هغه مهال مې د دغه لیکوال دا خبرې بابیزه او له حقیقته لېرې بللې، خو د کوردستان له‌پاره د ریفرنډم له تر سره کېدو وروسته باوري یم چې دغه هېوادونه کوردستان، لوی افغانستان او بلوچستان دي چې امریکا یې په لټه کې ده.

امریکا نن سبا له روسیې، ایران، ترکیې، چین او پاکستان سره په غټ سرخوږي اوښتې او له دې سرخوږي د خلاصون یوازېنۍ اساسي لار د سترو هېوادونو پر وړاندې د مزاحمتونو ایجاد دی چې د ازادي غوښتونکو حرکتونو له تقویې پرته بله لاره نه ویني. دا خبره د امریکايي سناتور جان مکین له دې خبرې سره صدق کوي چې د منځنۍ اسیا له‌پاره د امریکايي ولسمشر تر سټراټېژي څو میاشتې وړاندې یې ایران او پاکستان ته په خطاب کې ویلي وو چې که لارې ته را نه‌شي وروستی اپشن به په دې هېوادونو کې د ازادي غوښتونکو ملاتړ او مشروعیت وي.

تر عراق وروسته ترکیه، ایران او سوریه
کوردان د عراق، سوریې، ترکیې او ایران تر منځ د یوه هېواد په توګه مېشت دي او لسیزې کېږي چې په دغو هېوادونو کې د خپلواکۍ له‌پاره مبارزه کوي. که څه هم په ایران او ترکیه کې د حکومتونو له لورې سخت وځپل شول، خو بیا یې هم مبارزه تر وسله‌والې کچې روانه ده. د عراقي کوردانو له ریفرنډم وروسته په مستقیم ډول ترکي، ایراني او سوریايي مېشتو کوردانو مرال ورسره غښتلی کېږي او له فرصته په استفادې خپله مبارزه چټکوي.

که څه هم عراق به په اسانۍ تسلیم نه‌شي او د خپلواک هېواد په توګه به د کوردي ریفرنډم د پایلو پر وړاندې ودرېږي، خو حقیقت دا دی چې حالاتو ته په کتو به بالاخره د عراق دری کوردي مېشتي ایالاتونه خپلواک هېواد اعلان کړي او وروسته وروسته به په نورو هېوادونو کې کوردي ملتپال ازادي غوښتونکو ته لاس ورکړي. په ترکیه، سوریه او ایران کې د مېشتو کوردانو مبارزه به، ځکه تر پخوا غښتلي شي چې د مبارزې له‌پاره به یې ادرس او د نتېجې له‌پاره هدف مالوم وي.

کوردان، لوی افغانستان او بلوڅان
د ۱۸۷۰۰ کالونو نقشې ته په کتو بلوچستان د تاریخي افغانستان برخه وه او له بریټانوي لوري سره د معاملو پر مهال هم د افغانستان له ادرسه دا سیمې معامله شوې دي، خو د پاکستان له را منځ ته کېدو سره سم او د افغان دولتونو د بې‌غورۍ له امله نه یوازې د لوی افغانستان له مسالې سره سرسري چلند شوی، بلکې د دولتونو د لټې او یا د دوی په اصطلاح د شرایطو نه مساعدوالی بلوڅانو ته فرصت برابر کړی چې د بلوچستان له‌پاره د جلا هېواد په توګه مبارزه وکړي، خو حقیقت دا دی چې دا سیمې د تاریخي لوی افغانستان برخه ده او باید د واحد هېواد له‌پاره د پښتنو-بلوڅو ګډه منظمه مبارزه وشي.

که څه هم افغانستان له کوردستانه څه باندې ۱۵۰۰ کیلومټره واټن لري، خو په غیر مستقیم ډول خپل تاثیرات لري او په لوی افغانستان پسې راوتلو پښتنو او بلوڅو له‌پاره یې ښه پیغام دا دی چې مبارزه یې پایله لري او مرال باید و نه بايلي. همدا اوس پاکستان د ټروریزم په ملاتړ سربېره چې له سختو نړیوالو فشارونو سره مخ دی، ازادي غوښتونکو حرکتونو هم ډېر وارخطا کړی او له سویس سره یې وروستۍ خړې پړې اړیکې د همدې حرکتونو د مزاحمت پایله ده.

د دې تر څنګ په سیمه کې د چین – امریکا او هند رقابتونه او د چین او پاکستان له لوري د ګوادر فعالول د جلا غوښتونکيو د ملاتړ بل سبب دی چې امریکا او هند یې په لټه کې دي.

امریکا او هند دا نه‌شي زغملای چې چین دې منځني ختیځ او اروپا ته د ګوادر په څېر ارزانه او نږدې لاره ولري، له همدې امله هم د لوی افغانستان مساله کې بې‌تفاوته نه‌شي پاتېدای. له بلوچانو د هند واضح ملاتړ او په بلوچي ژبه د امریکا غږ د خپرونو له پیلولو جوتېږي چې له کوردستانه وروسته د لوی افغانستان وار دی.

وروستۍ خبره
که څه هم افغان دولت د ډېورنډ کرښې او لوی افغانستان په اړه ډېر پڅ دريځ لري او په غیر رسمي غونډو کې د دولت د مسوولانو نظر دا دی چې لا هم دې مسالې مطرحولو ته وخت شته، خو حقیقت دا دی چې موږ یې مږه بولو، خو مقابل لوري د ټول پټي خوړولو ته ټومبلي.

پر ډېورنډ د اغزن تار غځول، له بېلابېلو چينلونو په افغانستان کې د پاکستان مداخلې او د بلوڅي ملتپال ازادي غوښتونکيو پر وړاندې د پاکستاني پوځ اقدامات له پاکستانه د لوی افغانستان او بلوچي سیمو د بېلتون وېره ده چې پاکستان یې په سر اخیستی او که افغان ملت او دولت لږ هم نوره ناغېړي وکړي، شته ټول فرصتونه او بېلې شوې سیمې به مو له لاسه ورکړې وي.

افغان ملت او دولت ته په کار ده چې پر پاکستان له شته فشارونو او د کوردستان له ريفرنډم څخه په ګټې اخیستنې فرعي اختلافي موضوعات، د پښتونستان په نوم د هېواد له جوړولو تېر او پر اصلي مساله چې لوی افغانستان دی، خپل فعالیت او ځواک متمرکز کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply