د تغيير او تحول لېوالتيا/ډاکټر فرقان احمد توقير

0 558

ځينې له ظاهري وضعيت، څېرې، يوې نيمې خبرې او دريځونو سخت‌زړي او سخت‌دريځه ښکاري، خو په حقيقت کې تر موږ و تاسې ليبرال يا ازادخياله راوځي.

ځينې له خبرو او حرکاتو په دين او سياست کې متعصب او اورپکی مالومېږي، خو د پردې شا ته دغسې نه اوسي.

مرحوم استاد الفت وايي؛

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې لېرې کړه

نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

***

شيخ ما كاين جلوه بر محراب و منبر میکند

گر بخلوت میرود آن کار دیگر میکند

وايي په سياست کې سړی فولاد نه‌شي اوسېدای، بلکې موم به ګرځي او لکه ربړ د هر ډول کږېدا د ظرفيت په لرلو به ځان له ماتېدو ژغوري، ځکه خو تغييراو بدلون په سياست کې د بري ضمانت بلل شوی.

ما خپله له هغو ټولو ملګريو سره د پرېکون پرېکړه کړې وه چې د رحمان بابا له دغه شعره له ډاګه لګېدل؛

لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم

که خزان راباندې راشي، که بهار

رحمان بابا ته له ټول عقيدت او ګرد ارادت سره مې د ده دغه شعر نه‌شوای خوښېدای، خو له نېکه مرغه داسې کوم ملګری مې و نه‌شوای موندلای چې د رحمان بابا دغه شعر يې پر زړه چک لګولی وي، له همدې ځايه زما ټولې دوستۍ ټينګې او پر ځای دي.

ما چې ښی او کيڼ پېژندلي، بلکې که رښتيا راباندې واياست په هماغه شېبه مې له خپلو کوړاخو برېتونو ځان خلاص او سهار د کلمې په بشپړه مانا پرچمی له خوبه را کښېناستم.

کله چې د مجاهدينو له خوا پر کابل د سکربيستو قيامتونه را ټيټ شول، پاکستان ته په اوښتو پر اخوانيانو ورګډ شوم. د برېتو پر ځای مې ږيره پرېښوده، که څه هم په لومړيو کې يو څه ګرانه وه، خو چې د سيد قطب کتاب مې وژباړه، نږدې د دې ليکې سرخېل ګرځېدلی وم.

د رحمان بابا په نورو شعرونو کې د تغيير او تبديل له ظرفيت څخه په ګټې اخيستو يوه بې‌ځايه، خو مثبته لاس‌وهنه دا وه؛

هيڅ تغيير او تبديل نه لري رحمانه!

تل تر تله برقرار دی خورد ضابط

مرحوم داود خان د پوځ دغه کتلې هم د تغيير او بدلانه ورخ ورمات کړ او په يوه فرمان يې له څېرنې ټول واړه ضابطان درېيم بريدملان اعلان کړل چې په عام عرف کې «یک ټېره» بلل کېدل.

د ډاکټر نجيب الله د رژيم تر نسکورېدو چې د استاد رباني په کوڅه‌واکي کې ارګ هم تر توغندويي بريدونو لاندې شو، استاد رباني يو سر، دوه غوږه په دلکشا کې پاتې و، د بدخشان او پنجشېره جګړه‌مارو د وخته پښې سپکې کړې وې، د استاد له لاسو پښو دمه ختلې وه، ما په شا تر دلکشا لاندې د ارګ تل‌خونو ته ولېږداوه، همالته يې د هالنډ په سفارت کې د ډيپلوماټ په توګه د ټاکنې فرمان را لاسليک کړ.

د طالبانو په راتګ که څه هم سفارتونه له استاد رباني سره وو، خو ما هوښياري وکړه سياسي پنا مې واخيسته، اوس دا دی له پنځلسو کالو راهيسې د څلورو وزارتونو د سلاکار په توګه ډالري معاش اخلم.

که د تغيير او بدلون برکت نه وای، اوس به مې د قبر او هډوکيو پته هم چا نه وای موندلې.

موږ ته استاد سياف له ظاهري څېرې او دريځونو همدغسې سخت دريځه ښکارېده، موږ ويل که ځمکه اسمان لاندې باندې شي، دغه سړی به له خپلې خبرې، دريځ، مرام او شعاره يو پل هم اخوا دې خوا کوږ نه‌شي.

ده ويل که پخوانی پاچا راځي نو لکه د قربانۍ ګډوری سترګې دې تورې کړي، خو بيا يې په پغمان کې داسې پرتمينه مېلمستيا ورکړه چې د ملت بابا په څلوېښت کلنه واکمني کې نه وه ليدلې.

د هيڅ يوه تنظيم نوم دومره نه دی بدل شوی لکه ده چې د خپل تنظيم نوم اړولی دی؛ د افغانستان د ازادۍ له‌پاره اسلامي يووالی، د مجاهدينو اسلامي اتحاد، اسلامي اتحاد او اوس دعوت…

يوازې د تنظيم نوم نه، د پوهنتون نوم يې هم له الدعوت والجهاده، دعوت ته را لنډ او خپل اسم ګرامي له دريو سېلابو پنځو ته اوږد کړ.

تېر کال چې د احمد شاه مسعود په تلين کې استاد د هېواد مېشتو قومونو نومونه ياد کړل، بشير احمد تينج د جنرال دوستم تر پيغام له مخه د ده تېروتنه دا را وايستله چې ازبک نه دی، اوزبيک دی. استاد بايد بل ځل دغه غلطي تکرار نه کړي.

استاد سياف د ژبې، تاريخ، فرهنګ کوم بحث او ضد ته له اوښتو پرته دا هم و نه ويل چې عاقلان پی نقطه نګردد، بلکې په سږنۍ غونډه کې يې اوزبيک په داسې صراحت تلفظ کړ چې د تينج اووه پښته به اورېدلی وي.

د پوهنتون يوه استاد هماغه وخت په يوه ټلوېزيوني بحث کې د اوزبک پر صحت له تاريخي، قومي او فرهنګي اړخه اوږد بحث وکړ، خو استاد بې‌چون و چرا تينج ته د تغيير او تبديلي يو بل ثبوت وړاندې کړ.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply