د وسلو د وېش ناکامه او خونړۍ تجربه!

0 502

د هر چا مذهبي، مدني او سياسي ازادي تر هغه ځايه خوندي ده چې د بل ازادي ته يې خنډ او ګواښ نه وي را منځ ته کړی.
د بيان ازادي بايد پر شخصي حريم له تېري ډډې ته اوسي، مطبوعات د ازادۍ تر څنګ بايد خپل مسووليت هم پام‌وړ وګڼي.
له بده‌بخته دلته ځينو خپله مذهبي ازادي د نور ازاديو ته د خنډ او ګواښ تر کچې غځولې، د مدني او سياسي ازادي شعار يې پر انارشيزم اړولی او د بيان ازادي يې له چتې او چوکاټونو ايستلې ده.
هر څوک د خپلو مذهبي مراسمو د تر سره کولو بشپړ حق لري، خو مذهبي او عبادتي مراسم بايد سياسي نه کړای شي.

له څو کالو راهيسې په کابل کې د محرم يا عاشورا مراسم د سياست پښو ته ټيټ شوي او ځينو سياسي، قومي او مذهبي کړيو پرې خپله ولکه ټينګه کړې ده.
سږ کال بله نادوده دا را منځ ته شوه چې سلګونه کسان د حکومت په وسله پر واټونو، څلورلارو او کوڅو خپاره کړای شول چې له امله يې پر ګرد ښار د وېرې او اندېښنې لړې وغوړولې.

هيچا دا نه‌شوای کره کولای چې دغه وسله‌وال هماغه دي چې حکومتي وسله يې پر اوږه پورته کړې، که په خپل سر يې خپله وسله را اخيستې ده؟
پوښتنه دا ده چې که د دغو وسلو او وسله‌والو په لړ کې نورې وسلې او وسله‌وال راوتلي يا ننوتلي وای يا وي، حکومت يې د مخنيوي پر لارو چارو غور کړی؟
محقق دا خپله طرحه وګڼله او له امنيت شورا يې د منلو له امله مننه وکړه. د تامل وړ خبره دا ده چې حکومت څنګه د دغسې ورځو او مراسمو په خونديتابه کې ځان پاتې ګڼي چې له امله يې پر خلکو د امنيت په موخه د وسلو په وېش ځان اړ ګڼي؟
له ننه څلوېښت کاله وړاندې د دغسې حالاتو له‌پاره د پوليسو درې منتظره قطعې چې يوه يې ضربتي هغه وه، د ځانګړو ځواکونو په توګه د کورنيو چارو وزارت په تشکيل کې را منځ ته شوې چې په تېرو کالو کې يې چا پاڼه نه واړوله.

د وسلو دغسې وېش ته که حفيظ الله امين پغمان او وردګو ته مخ واړاوه، که د کارمل او ډاکټر نجيب الله په واکمنيو کې د دفاع خودي او قومي ملېشو، غونډونو په بڼه را څرګند شول، پايله يې هېواد او ولس ته له غميزو او بدمرغيو پرته بله نه ده راوتلې.
ښکاره ده چې له يوې مياشتې زياته موده به پر ښار او واټونو د سلګونو هغو وسله‌والو منګول ښخه وي چې نه پوليس ګڼل کېدای شي، نه د پوځ او ملي امنيت له ليکو سره پېيلي دي.

وړمه ورځ په پنځمه حوزه کې په رڼا ورځ دوه تنه په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول چې د سيمې وګړيو د همدغو وسلو له وېشه انګېرل.
بله خبره د دغو وسلو د ټولولو ده، دا تضمين شته چې حکومت به له څلوېښتي وروسته دغه وسلې او مهمات ټول کړای شي؟
که کال ته د وږي په اتلسمه د شهيد اوونۍ د امنيت په پلمه دغسې غوښتنه وړاندې کړای شي، حکومت به يې بيا هم په منلو ځان اړ ګوري؟ په داسې حال کې چې سږ کال لسګونه ناقانونه وسلې د ګارنېزيون پر وړاندې د حکومت تر ړنده سترګه او کاڼه غوږ لاندې نندارې ته وړاندې شوې وي.

د محرم مراسم څنګه چې يوې ځانګړې مذهبي فرقې های‌جېک کړي، دغه مراسم بايد د ځانګړې فرقې او سياست له يرغمله وژغورل شي او د ټولو مسلمانانو ټول‌منلي مذهبي مراسم وګرځي. له همدې ځايه حکومت بايد له شيعه عالمانو او روحانيونو سره په سلا مشوره او پوهاوي په ګډو او ټول‌منلو مراسمو هوکړه تر لاسه او په رسمي کچه د دغو مراسمو د نمانځنې حدود او خد و خال وټاکي چې چا ته د اذيت، وېرې او اندېښنې لامل و نه ګرځي.

احمد شاه مسعود که هر ډول قهرمان وي، وي که نه وي، نمانځنه يې ښايي د ځانګړو کړيو له لنډه‌غري او يرغمله وژغورل شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply